بودايان پوره، مسلمانان نيمه هېودوال

په ميانمار كې ددې حكومت د ديني چارو وزير وويل چې `` بودايان ددې هېواد پوره تابعيت لري او مسلمانان نيمه تابعيت لري.``

464864
بودايان پوره، مسلمانان نيمه هېودوال


په ميانمار كې د ملي ديموكراسۍ د ليګ په نامه سياسي جوړښت چې د ديموكراسۍ د راوړلو شعارونه يې وركول د اقتدار د ترلاسه كولو نه وروسته يې هم د مسلمانانو پر وړاندې توكمپالى چلند غوره كړى دى.

په ميانمار كې ددې حكومت د ديني چارو وزير وويل چې `` بودايان ددې هېواد پوره تابعيت لري او مسلمانان نيمه تابعيت لري.``

د نېشن ورځپاڼه چې په ټايلنډ كې خپرونې لري د ميانمار د ديني چارو د وزير اونګ كو د وينا په اساس ليكلي دي چې په ``هېواد كې مسلمانان فرعي او نيمه هېوادوال دي.``

د ميانمار د اسلامي شورا چارواكو د وزير څرګندونې وغندلې او دا يې په هېواد كې د مسلمانانو د حقونو تر پښو لاندې كول لپاره بهانه وبلله. د بله پلوه د برمايي مسلمانانو ټولنې بيا په دې اړه د اساسي قانون نه په يادونې سره ليكلي دي چې `` د ميانمار د ۱۹۴۷م كال، ۱۹۷۴م كال او بلاخره د ۲۰۰۸م كال په اساسي قانونو كې مسلمانان نيمه نه بلكې پوره هېوادوال بلل شوي دي.``



اړوند خبرونه