د سويډن په هوايي ډګر كې چاودنه

د سويډن د هېواد په تر ټولو لوى دويم هوايي ډګر لانډوېتر كې چاودنه شوې ده

462130
د سويډن په هوايي ډګر كې چاودنه


د سويډن د هېواد په تر ټولو لوى دويم هوايي ډګر لانډوېتر كې چاودنه شوې ده.

د لومړنيو معلوماتو له مخې هوايي ډګر تخليه شوى دى او پوليسو د هغو شكمنو پاكټونو د لمنځه وړلو كوښښ كوي چې په هوايي ډګر كې موندل شوي دي.

د پوليسو وياند پيټر الدرسن وويل چې نن سهار يې په هوايي ډګر كې د چاودنې په اړه معلومات ترلاسه كړي ول چې د خبر نه وروسته يې امنيتي تدابير هم ټينګ كړي ول.

د كورنيو الوتنو د ترمينل د تشولو نه وروسته چاودنه اورېدل شوې ده. ويل كيږي چې چاودنه د پوليسو تر كنترول لاندې ترسره شوې ده او موخه يې د شكمنو پاكټونو له منځه وړل ښودل شوي دي.

په پېښه كې چاته ځاني زيان نه دې رسېدلى.



اړوند خبرونه