په بلجيم كې د ترهګرۍ وېره اوس هم حاكمه ده.
په پلازمېنه بروكسل كې د ترهګرۍ پر وړاندې ترسره كېدونكى لاريون د `` ترهګري بريد له وېرې`` وځنډول شو.
459201
په پلازمېنه بروكسل كې د ترهګرۍ پر وړاندې ترسره كېدونكى لاريون د `` ترهګري بريد له وېرې`` وځنډول شو.
دا پروګرام چې `` د وېرې پر وړاندې د لاريون`` تر نامه لاندې پلان شوى وو، د بلجيم د كورنيو چارو د وزير په غوښتنه د امنيتي ګواښ له امله وځنډول شو.
د لاريون مسوولينو څرګنده كړه چې `` د خلكو ځاني امنيت زموږ لپاره لومړيتوب دى. د امنيتي چارواكو په غوښتنه لاريون ځنډول شوى دى.``
تمه كېدله چې په دې لاريون كې د بلجيم د هېواد ټولو رنګونو ګډون كړى واى. د ترهګري بريد په ورځ د بلجيم يو زيات شمېر هېوادوال په بروكسل كې سره را ټول شوي ول او د قربانيانو لپاره يې د درناوي په مراسمو كې ګډون كړى وو.
اړوند خبرونه
د مالیزیا سمندري ځواکونو اړوند د دوو چورلکو د جنیګدو له امله لږ تر لږه لس تنو ژوند د لاسه ورکړ.
په مالیزیا کې د رسم ګذشت پریډ لپاره د تمرین پر مهال دوه چورلکو په هوا کې سره ټکر کړی دی