د اروپا اسلامي پوهنتون پراخيږي.

د اروپا اسلامي پوهنتون چې اوسمهال د هالنډ په هېواد كې ښوونيز فعاليت ته دوام وركوي، غواړي چې خپله يوه څانګه د سويس په هېواد كې هم پرانيزي.

459159
د اروپا اسلامي پوهنتون پراخيږي.


د اروپا اسلامي پوهنتون چې اوسمهال د هالنډ په هېواد كې ښوونيز فعاليت ته دوام وركوي، غواړي چې خپله يوه څانګه د سويس په هېواد كې هم پرانيزي.

ددې پوهنتون ريس پروفيسو دوكتور نديم باغچه كاپه لي وويل چې په اروپا كې اسلامي زده كړو ته د ځوانانو پاملرنه د هرې ورځې په تېرېدو سره زياتيږي. د اروپا اسلامي پوهنتون تر اوسه پورې د هالنډ، جرمني او اتريش په هېوادونو كې د اړوندو څانګو سربېره په سويس كې هم ددې پوهنتون نوې څانګه پرانيزي.

باغچه كاپه لې چې په زوريخ ښار كې يوې غونډې ته وينا اوروله وويل چې ``د يو پوه اروپايي مسلمان`` د هويت د تاسيس او د لويديځوالو ترمېنځ د اسلام په اړه د ناوړه قضاوت د لرې كولو په موخه سمو اسلامي زده كړو ته اړتيا ليدل كيږي. نوموړي زياته كړه چې د اروپا اسلامي پوهنتون په ۲۰۰۱م كال كې د هالنډ د روتردام په ښار كې پرانيستل شو چې اوسهال تر ۱۰۰۰ تنو زيات زده كوونكي لري. ددې پوهنتون اصلي موخه د اسلام او مسلمانې ټولنې او كلتور په ا ړه اروپايانو ته د سمو معلوماتو وركول دي.

دا دى اوس ددې پوهنتون يوه څانګه د سويس په هېواد كې هم پرانيستل كيږي.

د اروپا په اسلامي پوهنتون كې د اسلامي زده كړو سربېره د مسلمانې ټولنې د كلتور او ټولنې په اړه هم په عربي، انګليسي، تركي، هالنډي او جرمني ژبو باندې زده كوونكي روزل كيږي.

دا لومړى پوهنتون دى چې په اروپا كې په مستقيمه توګه اسلامي زده كړې وركوي.



اړوند خبرونه