د ډانلد ټرامپ پر وړاندې غبرګون

د امريكا د متحدو ايالتونو د ولسمشرۍ په مقدماتي ټاكنو كې د جمهوري غوښتونكو د ګوند د ناندريز نوماند ډانلد ټرامپ پر وړاندې غبرګونونه د هرې ورځې په تېرېدو سره زياتيږي.

454479
د ډانلد ټرامپ پر وړاندې غبرګون


د امريكا د متحدو ايالتونو د ولسمشرۍ په مقدماتي ټاكنو كې د جمهوري غوښتونكو د ګوند د ناندريز نوماند ډانلد ټرامپ پر وړاندې غبرګونونه د هرې ورځې په تېرېدو سره زياتيږي.

د ټرامپ پر وړاندې ددې هېود د اريزونا په ايالت كې د كمپاين پر مهال د يو شمېر لاريون كوونكو لخوا غبرګون وښودل شو.

لاريون كوونكو د `` نفرت د ژبې كارول بند كړه.`` او د `` ټرامپ مخه بايد ونيسو`` تر عنوانونو لاندې شعارونه لېږدول.

ټرامپ چې په امريكا كې د مسلمانانو، كډوالو او نورو لږه كيو پر وړاندې توكمپالى دريځ لري ددې هېواد د يو زيات شمېر اوسېدونكو د غبرګون سره مخامخ شوى دى.

پخوا هم په شيكاګو كې د لاريونونو له امله د ډانلد ټرامپ د كمپاين يوه غونډه ځنډول شوې وه.



اړوند خبرونه