په روسیه کې یوې مساپروړونکې الوتکې سقوط وکړ.
په روسیه کې د مساپروړونکې الوتکې د سقوط په پایله کې ۶۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ
د فلای دوبۍ د هوايي کرښو اړوند مساپروړونکې الوتکه د روسیې په سویل کې د روستوف ان دون د ښار په مربوطاتو کې وغورځیده. په پیښه کې ۶۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .
د روسیې د بیرنیو حالاتو د ریاست لخوا د ترسره شوو څرګندونو له مخې یوې بوینګ ۷۳۷ – ۸۰۰ ډوله مساپروړونکې الوتکې چې د چارتر سفر په خاطر د دوبۍ نه الوتنه کړې وه د روسیې په ځايي وخت د شپې په ۳ بجو او ۵۰ دقیقو پلازمینې مسکو سویلي لوري ۹۵۰ کیلومترۍ کې پروت د روستوف ان دون د ښار په هوایي ډګر کې د راښکته کیدو پر مهال راوغورځیده.
په پیښه کې ۵۵ تنه مساپر او ۶ تنه هم د الوتکې پيلوټان، تخنیکران او ستیوردانو په ګډون ۶۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په څرګندونو کې راغلي دي سره ددې چې د الوتکې د سقوط اصلي لامل معلوم شوی ندی خو ګمان کیږي چې په سیمه کې د زورور باد او شدید باران د اورښت له امله راغورځیدلي وي.
ددې پیښې نه وروسته د یاد شوي ښار هوايي ډکر د هوايي ټرافیک پر مخ وتړل شو.
همداشان د ترکیې د هوایي کرښو اړوند مساپروړونکې الوتکه د پیښې د رامنځته کیدو او هوايي ډګر د تړل کیدو له امله بیرته استانبول ته راستنه شوه.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.