د استانبول د ځانمرګي برید په اړه بهرني غبرګونونه

د استاببول د ځانمرګي برید په اړه غبرګونونه دوام لري

454160
د استانبول د ځانمرګي برید په اړه بهرني غبرګونونه

د استانبول د ځانمرګي برید به اړه کورني او بهرني غبرګونونه دوام لري.

د استانبول د ځانمرګي برید په اړه لومړنی بهرنی غبرګون ایران څرګند کړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف چې د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلی دی چې بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو سره د لیدنې نه وروسته په یوې خبري غونډه کې ګډون وکړ.

هغه خبري غونډې ته وویل چې د هر څه نه مخکې د استانبول د استقلال په سیمه کې په ترسره شوي ځانمرګي برید کې وژل شوو کسانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت ، د کورینو لپاره يي د جمیل صبر او ټپیانو ته د عاجلې شفاءغوښتنه کوم او خپل تسلیت وړاندې کوم.

هغه زیاته کړه چې نن په ښکلي ښار استانبول د ځانمرګي برید سره ترهګرو خپله چټله څیره یو ځل بیا ښکاره کړه. هغه وویل چې ددې برید له امله د ترکیې دولت او ملت ته تسلیت وړاندې کوم. هغه وویل چې هیواد يی تل د ترکیې ترڅنګ دی.

همداشان په استانبول کې د امریکا متحده ایالتونو د قونسلګرۍ لخوا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د استانبول برید وغنده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې پیښه په کلکه توګه غندو او یوه ډیره غمناکه پیښه ده.

همداشان د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت هم دا برید په کلکو ټکو غندلی دی او ویلي دي چې پدې پیښه کې ۳ تنه اسرایلیان هم ټپیان شوي دي.

فرانسې هم په استانبول کې رامنځته شوی ځانمرګی برید په کلکو ټکو وغنده.

همداشان د ناټو سازمان هم د استانبول ځانمرګی برید په کلکو ټکو وغنده. د ناټو سازمان مشر ینس ستولتنبرګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې نن یو ځل بیا د ناټو غړي او متفق هیواد ترکیه کې بې ګناه او معصوم انسانان د ترهګرو لخوا په قتل ورسول شول. ستولتنبرګ د پیښې د قربانیانو د کورنیو او ترک ملت سره خواخوږي څرګنده کړې ده .

هغه زیاته کړې ده چې هیڅوک هیڅکله هم ترهګرۍ ته مشروعیت ورکولای نشي. هغه ویلي دي چې د ناټو سازمان او د ناټو د سازمان ټول غړي د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د ترکیې ترڅنګ دي او ملاتړ ترینه کوي. هغه ویلي دي چې د هر ډول ترهګرۍ پر وړاندې به په ګډه توګه مبارزه وکړي.



اړوند خبرونه