الوتکې د سقوط له امله ۲۲ تنه پوځیان ووژل شول

د ایکوادور پوځي الوتکې سقوط وکړ

451687
الوتکې د سقوط له امله ۲۲ تنه پوځیان ووژل شول

په ایکوادور کې د پوځي الوتکې د سقوط له امله ۲۲ تنو ژوند د لاسه ورکړ.

د سویلي امریکا د هیوادونو نه د ایکوادور د پوځ یوه الوتکه په یو ځنګل کې غورځیدلې ته چې په پیښه کې په الوتکه کې سپرو ټولو ۲۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

ددې پیښې خبر پخپله د اکوادور ولسمشر د ټولنیزې مډیا ټویټر له لارې ورکړ.

د اکوادور د امنیتي سرچینو د وینا په اساس الوتکه د تعلیم پر مهال غورځیدلې ده .

د سي ان ان خبري اژانس ویلي دي چې د نوموړي هیواد د مشرقي ایالت پستازه کې د امازون د ځنګل د پاسه روانه وه چې راوغورځیده.

په پیښه کې د ۲۲ تنو پوځیانو د وژل کیدو خبر ورکړ شوی دی.

د ایکوادور ولسمشر رافیل کورییا د ټویټر له لارې په کړو څرګندونو کې د ۲۲ تنو پوځیانو د ټولو د وژلو پخلی کړی دی .

د بله پلوه ځیني خبري رسنیو ویلي دي چې د الوتکې د سقوط نه څو شیبې وړاندې پیلوټ د هوايي ډګر سره اړیکه ټینګه کړې وه او ویلي وو چې د هوا حالات ډیر خراب دي او د بیړنۍ ناستې د اجازې غوښتنه کړې وه. ویل کیږي د پیلوټ د اړیکې نه څو شیبې وروسته د الوتکې سره اړیکه پرې شوه.

د ایکوادور پوځ ویلي دي چې پدې الوتکه کې دوو تنو پیلوټانو، یو تخنیکر او ۱۹ تنو نورو پوځیانو شتون درلود.



اړوند خبرونه