د روسیې ولسمشر د سوریې نه د خپلو ځواکونو د ویستو امر وکړ

د کرملین ماڼۍ اعلان وکړ چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې نه خپلو ځواکونو ته د وتو امر وکړ

450761
د روسیې ولسمشر د سوریې نه د خپلو ځواکونو د ویستو امر وکړ

کرملین ماڼۍ اعلان وکړ چې ولسمشر ولادیمیر پوتین په سوریه کې روسي ځواکونو ته د نوموړي هیواد نه د وتو امر وکړ. کرملین ویلي دي چې روسي ځواکونو نه سبا د سې شنبې په ورځ د سوریې نه په وتو پیل وکړی.

ولادیمیر پوتین د خپل دفاع وزیر سرګي شویغو ته د مارچ د ۱۵مې نیټې نه په اعتبار سره د سوریې نه د روسي ځواکونو د ویستو امر کړی دی. دفاع وزیر ته يي ویلي دي چې هر ژر دا دنده اجرا کړي.

ولادیمیر پوتین د بهرنیو چارو او دفاع د وزیرانو سره په لیدنه کې وویل چې روسي سرتیرو ته په سوریه کې سپارله شوې دنده پر ځای کړې ده . هغه د دفاع وزیر ته امر کړې چې د مارچ د ۱۵مې نیټې نه په اعتبار سره د سوریې نه د خپلو ځواکونو په ویستو پيل وکړي.

پوتین پداسې حال کې دا پریکړه وکړه چې نن د مارچ ۱۴مه نیټه په جینیوا کې د سوریې د سولې په اړه یو ځل بیا کنفرانس پيل شو.



اړوند خبرونه