په پاریس کې د سوریې په اړه غونډه جوړیږي
په جینیوا کې د سوریې په اړه د نړۍوال کنفرانس د جوړیدو نه د مخه په پاریس کې د سوریې په اړه غونډه جوړیږي
447601
په جینیوا کې د سوریې په اړه د نړۍوال کنفرانس نه د مخه په پاریس کې د سوریې په اړه غونډه جوړیږي.
پدې غونډه کې به د فرانسې، امریکا، جرمني، انګلستان او ایټالیا د بهرنیو چارو وزیران ګډون وکړي. ویل کیږي دا غونډه به د مارچ په ۱۳مه نیټه د راتلونکي یکشنبې په ورځ جوړه شي.
پدې غونډه کې به په سوریه کې د فبروري د ۲۷ نیټې نه راپدیخوا د نصبي او موقتي اوربند او روانو پرمختګونو په اړه خبرې وشي.
همداشان ددې غونډې اصلي موضوع سوري مخالفین د جینیوا په کنفرانس کې ګډون ته د هڅولو په اړه خبرې کول دي.
په غونډه کې به د اروپايي ټولنې د بهرني سیاستونو او دفاع عالي استازې هم ګډون وکړي.
تمه کیږي چې پدې غونډه کې د لیبیا، یمن او اوکراین په مسلو هم خبرې وشي.