مسلمانان باید د امریکا په سیاست کې لا فعاله ونډه واخلي

د امریکا په کانګرس کې مسلمانو غړیو پر مسلمانانو په سیاست کې د فعاله ونډې اخیستو غږ وکړ

443638
مسلمانان باید د امریکا په سیاست کې لا فعاله ونډه واخلي

د امریکا متحده ایالتونو د کانګرس مسلمان غړیو کیث الیسون او اندري کارسون په هیواد کې په مسلمانانو په سیاست کې په داخلیدو غږ وکړ. نوموړو وویل چې په امریکا کې باید مسلمانان لا زیات په سیاست کې ونډه واخلي.

نوموړو دا څرګندونې د امریکا د دیني چارو په مرکز کې چې د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې به د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا رسمآ پرانیستل شي وکړې.

نوموړو ددې خبرې په ټینګار وویل چې مسلمانان د امریکا یوه ډیره مهمه برخه او پارچه ده .

د امریکا په کانګرس کې د مینه سوتا د ایالت استازي الیسون وویل چې په امریکا کې مسلمانان یو ډیر مهم ارزښت دی او خپله مسلمانان هم پدې خبره باید پوه شي. هغه په مسلمانانو غږ وکړ چې په کومو سیمو کې چې ژوند کوي په سیاسي برخو کې دې ځان دخیل کړي او هڅه دې وکړي چې دولتي ادارو ته لار پیدا کړي.

همداشان په کانګرس کې د اندیانا د ایالت استازي اندري کارسون وویل چې امریکا په اصل کې د مسلمانانو لپاره په یوې تاریخي دوره کې قرار لري. مسلمانان باید ددې فرصت ته ګټه پورته کړي او په سیاسي برخو کې خپل مسولیتونه ادا کړي. په سیاسي برخو کې باید مسولانه ګامونه پورته کړي.

کارسون ددې خبرې په ټینګار وویل چې نن ورځ په امریکا کې د اسلام دین د نورو ټولو دینونو په پرتله په چټکه توګه د خپریدو او نشر په حال کې دی. هغه زیاته کړه چې په امریکا کې د سپتمبر د ۱۱ مې د پیښې نه وروسته په سیاسي برخو کې د مسلمانانو د استازو په توګه يي ډیرې زیاتې سختې او تنګې ګاللي دي. هغه وویل نن ورځ په امریکا کې شاوخوا ۸ میلیونه تنه مسلمانان ژوند کوي خو په کانګرس کې یواځې دوه تنه استازي لري. په کانګرس او مهمو ارګانونو کې باید د خپلو استازو شمیره لوړه کړو.

هغه زیاته کړه چې مسلمانان د سیاست نه د لريوالي د غوره کولو کوم چانس نلري.

د نوموړې غونډې تنظیموونکي په واشنګټن کې د مستقلو صنایعګرانو او سوداګرو د ټولنې استازي ابراهیم اویار هم ددې خبرې په ټینګار وویل چې مسلمانان د امریکا د ټولنې مهمه برخه تشکلیوي. مسلمانان باید د مسولیت احساس وکړي.

مسلمانان باید د اسلام پر خلاف د روانو پروګندونو پر خلاف په منظم ډول سره سیاسي مبارزه وکړي. په سیاست کې ونډه واخلي .


اړوند خبرونه