د ټایوان د تاینان ښار ریشتر په کچه د ۶ عشاریه ۴ په لویوالي سره زورورې زلزلې ولړزو.
ټایوان کې زلزلې ګڼ شمیر کسان ووژل

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې زلزله د سهار په وختي ساعتونو کې رامنځته شوه چې له امله يي ګڼ شمیر ودانۍ ویجاړې شوي دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې په پیښه کې تر اوسه پورې د ۱۱تنو د وژل کیدو او ګڼ شمیر نورو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
ویل کیږي د زلزلې له امله د چپه شوو ودانیو لاندې نه د ۳۰۰ تنو د ژوندي ژغورل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی .
د بله پلوه د زلزلې د ټکانونو له امله په چپه شوې ۱۶ پوړیزې ودانۍ کې د یو ماشوم په ګډون ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ ی دی.
ویل کیږي پدې پیښه کې ۱۷۰ تنه لادرکه شوي دي.
په سیمه کې د ټایوان د پوځ په ګډون د ژغورنې چارې دوام لري.
د ویلو ده چې په ټایوان کې ۳ کاله مخکې هم د ۶ عشاریه ۳ په لویوالي سره زلزله رامنځته شوې وه او ۳ تنو پکې ژوند د لاسه ورکړی وو. په ټایوان کې په ۱۹۹۹ کال کې بیا د ۷ عشاریه ۶ په لویوالي سره زلزله رامنځته شوې وه چې له امله يي ۲۴۰۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.
د یادولو وړ ده چې ټایوان د استرالیا، اسیا او امریکا د قارو ترمنځه د زلزلې د فای د کرښې د پاسه موقعیت لري.
اړوند خبرونه

فلسطینۍ محصلې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره د لاس ورکولو نه ډډه وکړه
فلسطینۍ محصلې د فراغت په مراسمو کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر ته لاس ورنکړ