په كامرون كې ځانمرګى بريد

د لوديځې افريقا په هېواد كامرون د ځانمرګي بريد په پايله كې د وژل شوو كسانو شمېره ۳۵ تنو ته ورسېدله.

424637
په كامرون كې ځانمرګى بريد

په كامرون كې ځانمرګى بريد

د لوديځې افريقا په هېواد كامرون د ځانمرګي بريد په پايله كې د وژل شوو كسانو شمېره ۳۵ تنو ته ورسېدله.

د را رسېدلو معلوماتو په أساس په بريد كې ۶۵ تنه ټپيان شوي هم دي چې د يو شمېر يې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

ددې هېواد د امنيتي چارواكو د معلوماتو په أساس څلور جلا ځانمرګي بريدونه ترسره شول چې دوه يې په يو سيمه ايز بازار او دوه نور يې په كليواله سيمه كې ترسره شوي دي.

كه څه هم تر اوسه پورې د بريد پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې خو داسې ويل كيږي چې بريد بوكو حرام ترهګرې ډلې ترسره كړى وي.



اړوند خبرونه