انګلستان ته د دونالد ترومپ په سفر د بندیز لګولو په خاطر کمپاین

د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشرئ د نوماندانو نه دونالد ترومپ د مسلمانانو په اړه د کړو څرګندونو له امله په نړئ کې سخت غبرګونونه پارولي دي.

405410
انګلستان ته د دونالد ترومپ په سفر د بندیز لګولو په خاطر کمپاین

په انګلستان کې په سلګونو زرو تنو نوموړي هیواد ته د ترومپ په سفر د بندیز لګولو په خاطر د لاسلیکونو د راټولو په کمپاینونو پیل کړی دی .
د لاسلیکونو د راټولو دا کمپاین چې د حکومت په رسمي انټرنټ پاڼه کې پیل شوی دی په لنډه موده کې څه باندې ۳۰۰ زرو تنو ترینه د ملاتړ اعلان وکړ . ویل کیږي ددې کمپاین نه پدې اندازه د ملاتړ له امله په ولسي جرګه کې په مسلې بحثونو ته لار پرانیستې ده .
د ویلو ده چې په انګلستان کې د هرې مسلې په اړه چې سل زره لاسلیکونه راټول شي پدې مسله په ولسي جرګه کې ارزونې کیږي. د انګلستان د صدارات ماڼئ د مسلې اړوند په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې دم ګړئ انګلستان ته د دونالد ترومپ په راتګ د بندیز لګولو په مسلې خبرې کول یو خیالي مسله ده ځکه چې ښاغلی ترومپ انګلستان ته د راتګ کوم پلان نلري.
د امریکا د ولسمشرئ لپاره نوماند میلیاردر ترومپ په امریکا کې د وروستي ترهګریز برید په اړه په خپلو څرګندونو کې امریکا ته د ټولو مسلمانانو په راتګ د بندیز لګولو وړاندیز وکړ. هغه وویل چې تر ټولو ښه لار به همدا وي چې امریکا ته د ټولو مسلمانانو په راتګ بندیز ولګول شي.
د نوموړي دې څرګندونو د نړئ سربیره پخپله په امریکا کې هم سخت غبرګونونه پارولي دي.
تیره ورځ سپینې ماڼئ هم د ترومپ دا وړاندیز په اړه سخت غبرګون څرګند کړ. سپینې ماڼئ وویل چې د ترومپ نه ددې څرګندونو په خاطر باید د نوماندئ صلاحیت واخیستل شي. سپینئ ماڼئ وویل چې دا څرګندونې به ولسمشرئ ته د هغه د رسیدو په مخکې ډیر زیات خنډونه جوړ کړي.
همداشان د اسکاټلنډ د روبیرت ګاردون پوهنتون چې په ۲۰۱۰ کال کې دونالد ترومپ ته افتخاري ډکټورا ورکړې وه د هغه د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د هغه نه دا ډوکټورا بیرته واخیسته.
د یاد شوي پوهنتون لخوا په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې د ترومپ نه د نفرت او کینو نه د ډکو څرګندونو او په نړئ کې نفرت ته د لمن وهلو له امله د ډوکټورا د بیرته اخیستو پریکړه وکړه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه