امريكا ته د مسلمانانو پر سفر د سراري بنديز وړانديز
د امريكا د متحدو ايالتونو د ۲۰۱۶م كال د ولسشمرۍ د ټاكنو لپاره د جمهوري غوښتونكو د ګوند نه ترمېنځ په ټاكنو كې يو تن نوماند ډونالد ټرامپ، د مسلمانانو پر وړاندې د امريكا د ټولو سرحدونو د تړولو غوښتنه وكړه.
د امريكا د متحدو ايالتونو د ۲۰۱۶م كال د ولسشمرۍ د ټاكنو لپاره د جمهوري غوښتونكو د ګوند نه ترمېنځ په ټاكنو كې يو تن نوماند ډونالد ټرامپ، د مسلمانانو پر وړاندې د امريكا د ټولو سرحدونو د تړولو غوښتنه وكړه.
د ټرامپ د ټاكنيز ټيم لخوا په خپره شوې اعلاميه كې غوښتنه شوې ده چې تر هغه پورې چې روان حالات كنترول نشي امريكا ته بايد د مسلمانانو پر راتګ سراسري بنديز ولګول شي.
امريكايي ميلياردر ډونالډ ټرامپ چې د كډوالو او په ځانګړي توګه د مسلمانانو سره په ښكاره دښمنۍ هم تورن دى پخوا هم ورته څرګندونې كړې وې.
نوموړي په امريكا كې د مساجدو د بندولو د وعدې تر څنګ ويلي ول چې په امريكا كې د مسلمانانو د شتوالي په اړه هر ډول بحث او خبرو اترو ته تيار دى.
ټرامپ په خپله اعلاميه كې څرګنده كړه چې `` تر هغه پورې چې موږ د هغو ستونزو او خطرناكو ګواښونو په اړه په ښه توګه معلومات تر لاسه نه كړو نو دا امكان نه لري چې هېواد مو د هغو كسانو د ګواښ او خطر سره مخامخ شي چې يواځې په جهاد باور لري او د هېڅ دليل او انسان ژوند ته د درناوي پرته بريدونه كوي.``
په امريكا كې سياسي شنونكي په دې اند دي چې د ټرامپ لخوا پر مسلمانانو د بنديز د لګولو وعده به په ټولو مسلمانانو اغېزه وكړي. ددې بنديز لومړني قربانيان به هغه مسلمان كډوال وي چې په امريكا كې د اقامې د اخيستلو په انتظار كې دي. سربېره پر دې امريكا ته د تلونكو مسلمانو سيلانيانو لپاره به هم ويزه ورنكړل شي. حتى هغه مسلمانان چې د امريكا تابعيت لري خو په بهر كې اوسيږي هم ددې بنديز نه اغېزمن شي.
دا په داسې حال كې ده چې سپينې ماڼۍ د ټرامپ پر څرګندونو نيوكه وكړه.
د سپينې ماڼۍ نه په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې د ډونالد ټرامپ څرګندونې د امريكا د ارزښتونو سره په ټكر دي.
اړوند خبرونه
د ملګروملتونو د امنیت شورا په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب پر مسودې رای اچونه کوي.
فلسطین یو ځل بیا د ملګروملتونو سازمان د بشپړ غړیتوب غوښتنه وکړه