د خرڅلاو لپاره د فرانسې خاوره

د فرانسې د ماليې وزارت څرګنده كړه چې د سوريې په هېواد كې د خپل ملي حاكميت لاندې خاوره خرڅوي چې اوسمهال د داعش تر كنترول لاندې سيمه كې پرته ده.

402013
د خرڅلاو لپاره د فرانسې خاوره

د فرانسې د دولت اړوند خاوره د سوريې د پالميرا لرغوني ښار ته نږدې پرته ده. دا خاوره د تړون له مخې د فرانسې پورې اړه لري او ځمكنۍ بشپړتيا يې ددې دولت تر حاكميت لاندې ده.
دا موضوع هغه مهال څرګنده شوه چې د فرانسې د ماليې وزارت د هېواد د ۲۰۱۶م كال د بوديجې په چوكاټ كې د دولتي لګښتونو د پوره كولو په موخه د ۹۳۰ دولتي ملكونو او غير منقولو مالونو د خرڅلاو پلان وړاندې كړ. د ماليې وزارت په پام كې لري چې د خرڅلاو له دركه ۵۰۰ ميليونو يورو عايد ترلاسه كړي او د بوديجې د كسر مخنيوى وكړي.
د فرانسې چارواكي په سوريه كې د خپلې خاورې ترڅنګ د مالېزيا په پلازمېنه كوالالامپور كې هم د خپل سفارت ځينې ودانۍ خرڅې كړي. ددې ودانيو ټول ارزښت ۲۲۰ ميليونه يورو دى.
تر اوسه پورې دا لا څرګنده نه ده چې په سوريه كې د فرانسې د دولت د اړوند خاورې مساحت او ارزښت څومره دى. خو ددې سره سره ويل كيږي چې دا خاوره اوسمهال د داعش د ترهګرې ډلې تر كنترول لاندې ده.


پيوندونه:

اړوند خبرونه