ترکیې د سوریې په پوله کې جنګي الوتکه راوغوځوله

ترکیې د سوریې په پوله کې جنګي الوتکه راوغوځوله

421376
ترکیې د سوریې په پوله کې جنګي الوتکه راوغوځوله

ترکیې د سوریې په پوله کې د روسیې جنګي الوتکه راوغوځوله . 

د ترکیې ستردرستیزوالئ د  دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې  د هیواد هوايي ځواکونو  یوه جنګي الوتکه چې د ترکیې په هوايي حریم يي تیری کړی وو  د ویشتلو نه وروسته راوغورځوله. د بله پلوه د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې  د هیواد ۱۶ جنګي الوتکو  د روسیې اړوند یوه su 24 ډوله جنګي الوتکه چې  د ترکیې په هوايي حریم يي تیری کړی وو  د ویشتلو نه وروسته راوغوځوله..

د بله پلوه  د هیواد ستر درستیز ستر جنرال حلوسي اکار  د مسلې اړوند لومړي وزیر احمد داوود اوغلو  او د بهرنیو چارو وزیر فریدون سنیرلي اوغلو ته  معلومات ورکړي دي. 

د هیواد ستر درستیزوالئ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې  لومړی  الوتکې ته څو ځلې خبرداری ورکړ شو او وروسته  وویشتل شوه. 

الوتکه  د سوریې سره په پولو کې دننه  په ۲ کیلومترۍ کې غورځیدلې ده . په سیمه کې عیني  شاهدانو ویلي دي چې د الوتکې دوو پيلوټانو په پراشوټوټ کې ځان ګوزار کړی دی . 

ه  د هیواد لومړي وزیر احمد داوود اوغلو د بهرنیو چارو وزارت ته  د مسلې په اړه د ناټو او  ملګروملتونو سازمان سره د اړیکو ټینګولو هدایت ورکړی دی.

 د روسیې  د دفاع وزارت  هم  د پیښې پخلی کړی دی او ویلي دي چې ددوی یوه جنګي الوتکه  په سوریه کې د ترکیې سره په پولو کې  غورځیدلې ده . د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې د الوتکې  د پيلوټانو برخلیک نامعلوم دی خو  د سوریې مخالفینو د ویشتل شوې الوتکې  د یو تن  پیلوټ چې ویل کیږي  په پراشوټ کې د ځان د ګوزارولو نه وروسته  ژوند د لاسه ورکړی دی د مړي  فلم خپور کړی دی.

همداشان  د بل تن پيلوټ  برخلیک  نامعلوم  دی. 

 


 



پيوندونه:

اړوند خبرونه