په عربي ژبې د خبرو سرخوږى!

د امريكا د متحدو ايالتونو د شيكاګو د ښار په هوايي ډګر كې د دوو تنو عربانو ترمېنځ مكالمې په ناڅاپي توګه د الوتنو نظام ګډ وډ كړ.

420611
په عربي ژبې د خبرو سرخوږى!

د اسوشيټېد پرس د خبري آژانس د معلوماتو په د شيكاګو د ايالت په هوايي ډګر كې فلسطين الاصله دوو تنو عربانو پخپل مېنځ كې خبرې كولې چې په ناڅاپي توګه د پوليسو لخوا ونيول شو.
دې عربانو چې غوښتل د شيكاګو نه د فلادېلفيا پر لور سفر وكړي، په لومړي سر كې ورته د پوليسو لخوا الوتكې ته د ختلو اجازه ورنكړل شوه.
يو تن پوليس ماهر خليل او انس اياد ته وويل چې په ترمينل كې مسافرينو موږ ته خبر راكړ چې تاسې په عربي ژبه خبرې كوئ او هغوى له تاسې سره په يوې الوتكه كې د سفر نه وېره لري.
پوليسو د اړوندو پوښتنو ګروېګنو نه وروسته نوموړو ته اجازه وركړه چې الوتكې ته وخيژي خو دا ځل مسافرينو د خليل نه غوښتنه وكړ چې هغه سپين بكس پرانيزي چې د نوموړي په لاس كې وو. خليل ورته بكس پرانيستل او ټولو ته وښودلو چې په كې شيرني وه.
د بله پلوه د ساوټ وېسټ په نامه هوايي شركت د فرانسې خبري اژانس ته وويل چې د مسافرينو سره د خبرو اترو نه وروسته الوتكې د څو دقيقو ځنډ سره له هوايي ډګره الوتنه وكړه.
ماهر خليل څرګنده كړه چې مخكې له دې په هېڅ ډول د توكمپالنې سره مخامخ شوى نه وو.
د پاريس د بريدونو نه وروسته ورته پېښې په امريكا كې ډېرې ليدل كيږي. پخوا هم د شيكاګو د ايالت په هوايي ډګر كې ۶ تنه مسافرينو ته اجازه ورنكړل شوه چې الوتكې ته وخيژي.
ددې بريدونو نه وروسته په لوېديځو هېوادونو كې د مسلمانانو پر وړاندې توكمپالى چلند زيات شوى دى.


پيوندونه:

اړوند خبرونه