د پاريس د بريدونو مسوله ا مريكا ده.

د وېنزوېلا ولسمشر نيكولاس مادورو په پاريس كې د جمعې د ورځې د خونړيو بريدونو مسوليت د امريكا د متحدو ايالتونو پر غاړه واچولو.

418526
د پاريس د بريدونو مسوله ا مريكا ده.

مادورو په وينزوېلا كې د يو ټلوېزيوني كانال سره په خبرو كې د داعش لخوا پر پاريس باندې د ترسره شوو بريدونو د غندلو ترڅنګ وويل چې دا ډول بريدونه، د امريكا لخوا پر عراق او لېبيا كې د نظامي مداخلې په پايله كې رامنځته شوي دي. نوموړي همداراز د سوريې د ولسمشر بشار اسد نه خپل ملاتړ يو ځل بيا څرګند كړ.
مادورو خبردارى وركړ چې كه چېرې په وينزوېلا كې د بشار اسد رژيم نسكور شي نو د پاريس بريدونه به په نړۍ كې د تاوتريخوالي د پيل بڼه ولري.
د وينزوېلا ولسمشر زياته كړه چې د پاريس په بريدونو كې ددې هېواد يو هېوادوال هم وژل شوى او يو بل يې ټپي شوى دى.


پيوندونه:

اړوند خبرونه