روسیې ومنله چې ددوې مساپروړونکې الوتکه د چاودنې له امله غورځیدلې
روسیې د اکتوبر په ۳۱ مه نیټه په مصر کې غورځیدلې ددوی مساپر وړونکې الوتکې د سقوط علت اعلان کړ.
د روسیې د فدرال امنیت سرویس نن اعلان وکړ چې الوتکه د ترهګري برید په پایله کې غورځیدلې ده .
په څرګندونو کې راغلي دي چې په څیړونو کې د چاودیدونکو توکو نښې لیدل شوي دي.
د بله پلوه د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وویل چې د ددې برید عاملین به نیسي او خامخا به يي د خپلو اعمالو په سزا رسوي.
پوتین وویل چې په سوریه کې به د هوايي بریدونو کچه هم لوړه کړي.
د روسیې مساپروړونکې الوتکه چې د مصر د شرم الشیخ د ښار نه د روسېې د سنټ پیترسبورګ د ښار پر لورې روانه وه د مصر په شمال کې د سینا په ټاپو کې راوغورځیده. پدې پیښه کې ۲۲۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د برید مسولیت داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیسته. په لومړي سر کې مصر او روسیې د داعش ادعا رد کړه خو وروسته روسیې هم دا ومنله چې الوتکه د چاودنې له امله غورځیدلې ده .
اړوند خبرونه
د مالیزیا سمندري ځواکونو اړوند د دوو چورلکو د جنیګدو له امله لږ تر لږه لس تنو ژوند د لاسه ورکړ.
په مالیزیا کې د رسم ګذشت پریډ لپاره د تمرین پر مهال دوه چورلکو په هوا کې سره ټکر کړی دی