د پاريس د بريد كوونكو هويت

د فرانسې امنيتي ځواكونه د تېرې شپې د خونړيو ترهګري بريدونو د عاملينو د هويت د موندلو په موخه څېړنې كوي.

366140
د پاريس د بريد كوونكو هويت


د لومړنيو معلوماتو له مخې د ۸ تنو بريدونو د جملې نه ۱ يو تن د سورېې، ۱ تن يې د مصر او پاتې پينځه تنه يې د فرانسې هېوادوال دي.
د معلوماتو په اساس د فوټبال په لوبغالي باندې د بريد كوونكي په جېب كې د سوريې پاسپورت موندل شوى دى. نوموړى د اكتوبر په ۳مه نېټه د يونان له لارې فرانسې ته تللى وو.
سربېره پردې په پاريس كې د بتالكان پرسالون باندې د يو تن بريد كوونكي په جېب كې د مصر پاسپورټ موندل شوى دى. داسې ادعا هم شته دى چې د بريد كوونكو ترمېنځ يوه ښځه هم وه.
فرانسوي چارواكي وايي چې كه څه هم د بريد كوونكو نومونه تثيبت شوي دي خو د اوس لپاره يې د مېډيا سره نه دي شريك كړي.
دا په داسې حال كې ده چې فرانسوي پوليسو د بتالكان د كنسرت په سالون باندې د يو تن ۲۹ كلن بريد كوونكي كور تلاشي كړ او د نوموړي پلار او ورور يې ونيولو.
د بله پلوه د بريد په سيمه كې د بلجيم د هېواد د پلېټ لرونكي موټر د موندل كېدو سره سم ددې هېواد پوليسو هم په عملياتو پيل وكړ. اټكل كيږي چې د پاريس د بريدونو سره لږ تر لږه يو تن بلجيمى هم تړاو لري.
له بلجيمه فرانسې ته په غځېدلو ټولو مواصلاتي لارو باندې د پوليسو لخوا كنترول پيل شوى دى


پيوندونه:

اړوند خبرونه