د داعشي قصاب د وژل كېدو ادعا

د امريكا د متحدو ايالتونو د دفاع د وزارت د څرګندونو په اساس په سوريه كې په يو هوايي بريد كې هغه موټر په نښه شوى دى چې كېداى شي

416437
د داعشي قصاب د وژل كېدو ادعا

د امريكا د متحدو ايالتونو د دفاع د وزارت د څرګندونو په اساس په سوريه كې په يو هوايي بريد كې هغه موټر په نښه شوى دى چې كېداى شي د `` جهادي جان`` د لقب لرونكى اورپكى چې د يو شمېر بهرنيو برمته شوو كسانو نه د سر غوڅولو سره شهرت لري، هم په كې وي.
د پېنټاګون وياند پيټر كوك څرګنده كړه چې بې پيلوټه الوتكو د سوريې د رقه په ښار كې د موټرو هغه كاروان په نښه كړى چې په لوى احتمال سره پكې `جهادي جان` هم سپور وو.
ددې سره سره وياند د نوموړي د وژل كېدو پخلى ونكړ او زياته يې كړه چې په دې اړه د لا زياتو څېړنو نه وروسته به معلومات وركړي.
د بله پلوه د انګلستان د لومړي وزارت خبري سرچينو هم ويلي دي چې د امريكا لخوا ددې شخص د وژل كېدو په موخه د عملياتو نه خبر يو د اوس لپاره د نوموړي د وژل كېدو خبر نشو تاييدولى.
محمد الاموازي چې د خلكو ترمېنځ په ``جهادي جان`` شهرت لري په اصل كې په كوېټ كې زېږېدلى دى او د انګلستان تابعيت هم لري په ۲۰۱۳م كال كې د داعش سره يو ځاى شوى دى. نوموړى همداراز په ۲۰۰۶ كال كې په سوماليا كې د الشباب د ډلې سره د اړيكو په تور د انګلستان تر څارنې لاندې وو.


الاموازي په هغو ويډيو ګانو كې ليدل كيږي چې د داعش لخوا د بهرنيو برمته شوو كسانو د وژل كېدو پرمهال ډكې شوي دي. نوموړي په تېرو كلونو كې د امريكايي خبريالانو سټېون ساټلاف او جېمز فولي، د امريكا يو تن مرستندوى عبدالرحمن كاسيګ، د انګلستان هېوادوال اېلن هنېنګ او ډېوېډ هاينس او د جاپان يو تن خبريال كېنجي ګوټو په ګډون يو شمېر بهرنيان د كمرې په مخ كې حلال كړي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه