کاناډا د نوي کاله پورې ۲۵۰۰۰ تنه کډوالو ته پناه ورکوي
د کاناډا لومړي وزیر جاستین ترودو پرون اعلان وکړ چې د کمپاینونو پر مهال د هیوادوالو سره د کړو ژمنو سره سم به ۲۵۰۰۰ تنو کډوالو ته پناه ورکړي.
هغه تیره ورځ راډیو کاناډا ته وویل چې د کمپاینونو پر مهال يي د خپلو خلکو سره ژمنه کړې وه چې د داعش پر خلاف د نړۍوال ایتلاف نه به خپلې جنګي الوتکې هیواد ته راستنې کړي او ددې پر ځای به د کډوالو سره مرسته وکړي. د همدې مرستو په چوکاټ کې به د نوي کال تر پیل پورې به ۲۵۰۰۰ تنه کډوالو ته په هیواد کې پناه ورکړي.
نوموړي وویل چې البته سوري کډوالو ته به پناه ورکړي. هغه وویل هڅه کوي چې دا ګام هر څه ژر اوچت کړي او د جنوري د لومړئ نیټې نه د مخه د کډوالو په منلو پیل وکړي.
ترودو وویل چې د هیواد یو زیات شمیر وزارت خانې به هر څه ژر دې هدف ته د رسیدو په خاطر لاس په لاس کې ورکړي او همکاري به سره وکړي. همداشان فدرال حکومت به پدې برخه کې د ایالتونو او ښاروالیو سره همکار وي.
هغه وویل چې د هر څه نه مخکې به هغه کډوالو ته چې کاناډا ته رارسیدلي دي د خپلو کورنیو د راوستو چانس ورکړل شي تر څو هغوې هم ددې ټولنې ګټو نه مستفید شي.
هغه وویل چې د دفاع وزیر د داعش پر خلاف د مبارزې په خاطر د جوړ شوي ایتلاف نه د کاناډا د جنګي الوتکو د راویستو په چارو پيل کړی دی.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.