د نړۍ تر ټولو پياوړى ۱۰ شخصيتونه

د فوربس نړيوالې مجلې د نړۍ د پياوړو شخصيتونو د كلني لست په خپرولو سره دا ځل ولاديمير پوتين ددې لست په سر كې ځاى نيولى دى.

410877
د نړۍ تر ټولو پياوړى ۱۰ شخصيتونه

دې مجلې د ۲۰۱۵م كال په لست كې پوتين ځكه د نړۍ تر ټولو پياوړې سياسي څېره بللې ده چې په نړيوال سياسي ډګر كې مخكښ رول لوبوي. د مجلې په اند ولاديمير پوتين درې كاله وړاندې د كريميا شبه جزيره چې د اوكراين د هېواد پورې يې اړه درلودله د نړيوالو فشارونو او ګواښونو سره سره د خپلې خاورې يوه برخه وګرځوله.
د سوريې په ګډون د منځني ختيځ په هېوادونو كې د روسيې مخ په زياتېدو اغېزمنيا د پوتين د شخصيت د پياوړتيا ښكارندويي كوي.
ددې لست په دويم كتار كې د جرمني لومړۍ وزيره انګېلا مېركل ځاى لري. مېركل په اروپا كې د كډوالو د كړكېچ په ګډون د اقتصادي ركود سره د مبارزې او د يونان د مالي كړكېچ پر وړاندې د سخت دريځ له امله خپله اغېزه زياته كړې ده.
د لست دريم ځاى بيا د امريكا د متحدو ايالتونو د ولسمشر باراك اوباما پورې اړه لري.
څلورم ځاى د نړۍ د كاتوليكانو مشر پاپ فرانسيس دى.
پينځم ځاى د چين د ولسمشر شي جيپينګ دى.
شپږم ځاى د مايكروسافټ د شركت د موسس او مشر بېل ګېټس دى.
اوم ځاى د امريكا د متحدو ايالتونو د مركزي بانك د مشرې جانېټ يالېن دى
اتم ځاى د انګلستان د لومړي وزير ډېوېډ كامرون پورې اړه لري.
نهم ځاى بيا د هندوستان د لومړي وزير ناريندرا مودي دى.
لسم ځاى د ګوګل د شركت د موسس لېري پېچ پورې اړه لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه