ترومپ : د بري په صورت کې به په هیواد کې ځیني جوماتونه وتړم

په امریکا متحده ایالتونو کې د راتلونکي کال د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د جمهوریت پلوو ترمنځه د نوماندانو نه د جوماتونو په اړه د دونالد ترومپ وروستۍ څرګندونو د مسلمانانو سخت غبرګون پارولی دی.

396084
ترومپ : د بري  په صورت کې به په هیواد کې ځیني جوماتونه وتړم

ترومپ ویلي دي چې د بریالیتوب په صورت کې به په امریکا کې ځیني جوماتونه وتړي چې دې څرګندونو په نوموړي هیواد کې د میشتو مسلمانانو غبرګون پارولی دی.
د جمهوریت پلوو د نوماندانو دونالد ترومپ دا څرګندونې د فوکس بیسنیز نیټورک سره په مرکه کې کړي دي.
ترومت چې په خپل لومړني کمپاین کې د کډوالو په اړه د نفرت نه ډکې څرګندونې کړې وې او ویلي وو چې د بري په صورت کې به په ځانګړې توګه د مکسیکو د کډوالو د مخنيوي په خاطر د نوموړي هیواد سره په پوله کې دیوار جوړ کړي دا ځل يي د مسلمانانو قهر وپارو.
ترومپ د خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې انګلستان په پام کې لري د خپلو هغه وګړو چې د داعش د ډلې سره یو ځای کیږي پاسپورتونه ابطال کړي او ددې سربیره په هیواد کې بعضې جوماتونه وتړي ، ایا تاسې د امریکا د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو په صورت کې دیته ورته ګامونه پورته کوۍ او که نه؟ د انګلستان دا لار تعقیبوۍ او که نه؟ وویل ! هو زه هم همداشان کوم. خامخا دیته ورته ګامونه پورته کوم. زما په اند انګلستان ډیر پر ځای پریکړه کوي.
هغه ویلي دي چې د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو سره به په هیواد کې ځیني جوماتونه وتړي .
خبریال دونالد ترومپ ته د امریکا د اساسي قانون لومړنۍ ماده چې پکې د وینا ، دین او عقیدې د ازادۍ ضمانت شوی دی په یادونې سره وویل چې ایا تاسې دا ګام د هیواد د اساسي قانون سره په ټکر کې پورته کوۍ؟ ترومپ نه وار خطا شو او وویل چې تر اوسه پورې ما د کوم جومات د تړل کیدو خبر ندی اوریدلی دی خو هغه مسله جلا مسله ده .
د ترومپ ددې څرګندونو نه وروسته په امریکا کې د اسلامي ټولنو سخت غبرګون وښود.
په امریکا کې د اسلامي ټولنو تر ټولو لویې د امریکا د اسلامي اړیکو شورا ویاند ابراهیم هوپر د ولسمشرۍ د نوماند ترومپ ددې څرګندونو په ځواب کې وویل چې ، په هیواد کې د جمهوریت پلوو ترمنځه د تر ټولو د قوي یو تن نوماند لخوا د هیواد د اساسي قانون د لومړۍ مادې د اخلالولو اړوند په څیر څرګندونې په واقعیت سره چې د اندیښنې ځای دی. هغه وویل چې د ترومپ دا څرګندونې په هیڅډول د منلو وړ ندي.
د بله پلوه د یادې شوې شورا د دولتي چارو عمومي مشر رابیرټ مک کاو وویل چې د ترومپ دا څرګندونې د هیواد د اساسي قانون سره او ټولو ازادیو سره په ټکر کې دي.
د یادولو وړ ده چې ددینه وړاندې د جمهوریت پلوو د نوماندانو نه بن کارسون ویلي وو چې یو مسلمان باید هیڅ وخت د امریکا د ولسمشر په توګه ونه ټاکل شي. د کارسون دې څرګندونو هم په هیواد او نړۍ کې د مسلمانانو سخت غبرګون پارولی وو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه