لومړنی امریکايي سرتیری د داعش سره په مخامخ نښته کې ووژل شو

د امریکا متحده ایالتونو د ځانګړو ځواکونو یو تن سرتیری په عراق کې ووژل شو. ویل کیږي امریکا د داعش پر وړاندې په مبارزه کې خپل لومړنی سرتیری د لاسه ورکړ.

396981
لومړنی امریکايي سرتیری د داعش سره په مخامخ نښته کې ووژل شو

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې امریکايي سرتیری د عراق په شمال کې د داعش پر وړاندې په ځانګړو عملیاتو کې وژل شوی دی . امریکايي ځانګړو ځواکونو د عراق په شمال کې د داعش پر خلاف پدې عملیاتو کې نږدې ۷۰ تنه کوردان د داعش د منګولو نه وژغورل.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې پدې اړه په خپور کړی راپور کې ویلي دي چې پدې عملیاتو کې د داعش یو تن قومندان هم د امریکايي ځواکونو لخوا نیول شوی دی.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه