کاناډا د داعش پر وړاندې د مبارزې د ایتلاف نه بهر شو

د کاناډا نوي لومړي وزیر جاستین ترودو د ټاکنو په کمپاینونو کې د خلکو سره د کړې ژمنې سره سم د داعش پر وړاندې د مبارزې د ایتلاف نه بهر کیږي.

395148
کاناډا د داعش پر وړاندې د مبارزې د ایتلاف نه بهر شو

د کاناډا نوي لومړي وزیر ترودو ویلي دي چې د خلکو سره د کړې ژمنې د پرځای کولو په خاطر د داعش پر وړاندې په مبارزه کې د نړۍوال ایتلاف نه خپلې جنګي الوتکې وباسي.
د کاناډا نوي لومړي وزیر چې د تیرې یکشنبې د ورځې په ټاکنو کې د ۳۹ عشاریه ۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره په ولسي جرګه پوره اکثریت ترلاسه کړ او په یواځې ځان يي د حکومت جوړولو حق ترلاسه کړ پرون په پلازمینه اوتاوا کې خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
نوموړي خبریالانو ته وویل چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما سره يې د مبارکۍ په خاطر د ټیلیفون په کرښه خبرې کړي او هغه ته مې هم وویل چې د داعش پر وړاندې د مبارزې د نړۍوال ایتلاف نه بهر کیږو او خپلې الوتکې په شا کوو.
هغه وویل چې پدې اړه مې د ټاکنو په کمپاینونو کې د خلکو سره ژمنه کړې وه چې باید يي پر ځای کړم. د کاناډا لومړي وزیر دا ونه ویل چې خپلې جنګي الوتکې به څه وخت د ایتلاف نه وباسي.
د یادولو وړ ده چې کاناډا د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر په میاشت کې د داعش پر وړاندې د مبارزې په نړۍوال ایتلاف کې د شپږو میاشتو لپاره د ګډون پریکړه وکړه. همداشان کاناډا بیا د ۲۰۱۵ کال د مارچ په میاشت کې دا نیټه د یو کال بل لپاره یعنې د ۲۰۱۶ کال د مارچ تر میاشتې وغځوله.
د کاناډا نوي لومړي وزیر او د لیبرال ګوند مشر جاستین ترودو په هغه وخت کې هم ددې اجازه نامې سره مخالفت کړی وو او ویلي وو چې دا مسله د کاناډا ملي لومړیتوبونو سره کوم تړاو نلري.
هغه ویلي وو که چیرې غواړۍ چې جګړه وکړۍ ، د ترکیې، اردن او لبنان نه سوري کډوال کاناډا کې قبول کړۍ او یا ورسره لا زیاته مرسته وکړۍ.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه