د امریکا یوه جنګي الوتکه په انګلستان کې راوغورځیده

د امریکا متحده ایالتونو اړوند یوه اف ۱۸ جنګي الوتکه په انګلستان کې راوغورځیده.

356850
د امریکا یوه جنګي الوتکه په انګلستان کې راوغورځیده

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د امریکا اړوند اف ۱۸ جنګي الوتکه د سوفولک د لاف لاکن هیلت د هوايي هډې نه د پاسیدو نه لنډه موده وروسته وغورځیده.
ویل کیږي نوموړې الوتکه په منځني ختيځ کې د خپلې دندې د پایته رسولو نه وروسته د انګلستان له لارې امریکا ته د ستنیدونکو ۶ الوتکو نه یوه وه.
د لاف لاکن هیلت د هوايي هډې ویاند ویلي دي چې د الوتکې د غورځیدو لامل ناڅرګند دی او تر اوسه پورې پوره معلومات په لاس کې نلري.
نوموړي وویل چې د پیښې په اړه څیړنې پيل شوي دي.
د بله پلوه د انګلستان پولیسو ویلي دي چې په پیښه کې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات په لاس کې نشته . تمه کیږي چې هر څه ژر د سیمې نه معلومات زموږ لاسته راشي.

 

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه