د راک د موسیقئ نامتو سندر غاړې او جادوګره د داعش سره یو ځای شوې
د راک د موسیقئ نړئواله سندر غاړې او جادوګره سارلي آن جونز د داعش د ډلې سره د یو ځای کیدو سره د نړئ تر ټولو په ظالمې قاتلې بدله شوې
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د مسلې پخلی کړی دی او ویلي دي چې سالي آن جونز د داعش د ترهګرې ډلې سره یو ځای شوې ده .
د انګلستان حکومت بیا ویلي دي چې د سالي آن جونز نوم یي د نړئوال ترهګرو په لست کې شامل کړی او په نوموړې د تحریمونو لګولو پریکړه کړې ده . د انګلستان حکومت د هغه د مال او داريي د کنګلولو او په سفر يي ورته د بندیز لګولو پریکړه کړې ده .
ویل کیږي سالي آن جونز چې د راک د موسیقئ او جادوګرئ په برخه کې ځانګړی شهرت درلود دم ګړئ په یوې ډیر نامتو ترهګرې او لویې قاتلې بدله شوې ده .
د امریکا د سي آن آن تلویزیون ویلی دي چې سالي آن جونز د ټولنیزې مډیا له لارې په خپرو کړو پيغامونو کې په ځانګړې توګه مسیحیانو ته ډیر ګواښونه کړي دي.
هغه په خپرو کړو وروستیو پیغاموو کې ویلي دي چې تاسې د مسیحیانو باید سرونه په چړو پرې او یا هم د رقه په میدانونو کې په دار وځوړول شئ.
د بله پلوه د امریکا او انګلستان د ترهګرئ پر وړاندې د مبارزې کارپوهانو ویلي دي چې سالي آن جونز د پخوا نه تندلارې وه او افراطیب ته ډیر مایله وه. د هغه دا ټول ګواښونه او تهدیدونه حقیقت لري.
د ویلو ده چې سالي آن جونز د انګلستان وګړې ده . د نوموړي هیواد د استخباراتو ادارې ویلي دي داسې ګمان کیږي چې سالي آن جونز په ۲۰۱۳ کال کې د داعش سره یو ځای شوي وي.
ویل کیږي سارلي آن جونز په جګړو کې د ګډون سربیره د ټولنیزې مډیا له لارې داعش ډلې ته د ښځو د جلب او جذب په برخه کې فعالیت کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې سالي جونز دم ګړئ د سوریې د رقه په ښار کې د داعش په اصلي مرکز کې میشته ده او په یاده شوې ډله کې دریمه جګپوړې بهرنئ میرمن ده .