روسیې:سوریې ته د سرتیرو د استولو په مسلې غور کوو

روسیې اعلان وکړ چې د سوریې د غوښتنې په صورت کې به نوموړي هیواد ته سرتیري واستوي.

389827
روسیې:سوریې ته د سرتیرو د استولو په مسلې غور کوو

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر معلیم د روسیې ته د سرتیرو د غوښتنې مسلې ته اشاره کړې ده . د بله پلوه روسیې بیا د داعش په لیکو کې د په خټه د روسانو د فعالیتونو نه اندیښنه څرګنده کړې ده . روسیې ویلي دي چې د سوریې د غوښتنې په صورت کې به نوموړي هیواد خپل سرتیري واستوي.
د کرملین ویاند دیمتري پیسکوف نن اعلان وکړ چې د دمشق لخوا د سرتیرو د غوښتنې په صورت کې به د هغوې په غوښتنه غور وکړو.
نوموړي زیاته کړه چې روسیه د سوریې د حکومت سره د همکاریو او سلامشورې په چوکاټ کې نوموړي هیواد ته د خپلو سرتیرو په استولو غور کوي.
د ویلو ده چې تیره ورځ د سوریې د رژیم د بهرنیو چارو وزیر ولید معلیم خبریالانو ته وویل چې د اړتیا په صورت کې به د روسیې نه سرتیري راوغواړو.
معلیم زیاته کړه چې د سوریې اردو چې د ۲۰۱۳ کال راهیسې د حزب الله د ډلې لوی ملاتړ تر شا لري خو اوس هم په یواځې ځان د مخالفینو سره د جګړې توان لري.
هغه زیاته کړه چې زموږ پوځ یواځې پرمختللفو او قوي وسلو او مهماتو ته اړتیا لري.
د بله پلوه د سوریې د اردو یو تن چارواکي اعلان کړی دی چې روسیې لخوا دوی ته د ورکړل شوو پرمختللفو وسلو په کارولو يي پیل کړی دی.
نوموړي زیاته کړه چې پرمختللو وسلو د کارولو په خاطر وسلو والو ځواکونو ته روزنه هم ورکړل شوې ده .
همداشان روسیه د داعش په لیکو کې د روسي جنګیالیو د موجودیت او فعالیتونو په اړه اندیښنې لري. د روسیې د ملي امنیت مرستیال سرګي سمیرنوف اعلان وکړ چې دم ګړۍ ۲۴۰۰ تنه په خټه روس جنګیالي د داعش په لیکو کې جنګیږي. د ریا خبري اژانس د سمیرنوف له قوله لیکلي دي چې د داعش په لیکو کې ۳ تنه د منځني اسیا د هیوادونو جنګیالي جنګیږي.
نوموړي د کډوالو د روان بحران په اړه ویلي دي چې دا بحران به لا پسې ژور شي. هغه ددې خبرې لامل د داعش ډله په ګوته کړې ده . نوموړي ویلي دي چې د کډوالو دې بحران روسیه هم د جدي ګواښ سره مخامخ کړې ده.



پيوندونه:

اړوند خبرونه