اوباما: په سوریه کې د روسیې ستراتیژي په ناکامۍ محکومه ده

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر باراک اوباما په روسیې غږ کړی دی چې په سوریې د سرمایه ګذارۍ سره ډیره لویه خطا کوي او تل په ناکامۍ محکوم دي.

386351
اوباما: په سوریه کې د روسیې ستراتیژي په ناکامۍ محکومه ده

اوباما وویل چې روسیه د ډیرو اوږدو کلونو راهیسې د اسد د رژیم نه مالي او سیاسي ملاتړ کوي او هغوې ته وسلې او مهمات ورکوي.
اوباما زیاتې کړې ده چې روسیه په سوریې د پانګه اچونې سره ستره ستراتیژیکه خطا کوي یو داسې خطا کوي چې روسیه په ناکامۍ محکومه کوي.
د امریکا ولسمشر اوباما دا څرګندونې د ماري لانډ په ایالت کې د یوې عسکري هډې نه د لیدنې پر مهال وکړې. اوباما دلته د سرتیرو سره د لیدنې نه وروسته پوښتنې ځواب کړې.
اوباما وویل چې د سوریې ولسمشر بشار اسد خپل هیواد او ښارونه د هوا او مځکې له لارې د بمباریو او عملیاتو په لړ کې د مځکې سره هوار کړي دي. په هیواد کې د لوټې د پاسه لوټه ندې پریښې. اسد په هیواد کې د سني او شیعه ګانو ترمنځه مذهبي نښتې پيل کړي دي . هغه هره ورځ په هیواد کې مذهبي اختلافات ژوروي او خپل خلک له منځه وړي. په خپلو خلکو د هوا او مځکې نه بمونه وروي. د اسد د همدې ظلمونو له امله سیمه نن ورځ د ترهګرو او جهادچیانو لپاره د جاذبې په یو مرکز بدله شوې ده .
اوباما وویل چې د ترهګرۍ او داعش پر وړاندې په مبارزه کې د روسیې سره همفکره دي. هغه زیاته کړه چې د اوکراین په مسله کې د جدي اختلافاتو سره سره پدې مبارزه کې همفکره یو. خو ددې سره سره پدې هم پوره باور لرو چې روسیه د سوریې نه او په ځانګړې توګه د اسد نه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
نوموړي زیاته کړه چې زه او امریکا پدې فکر یو چې په سوریه کې د اسد د شتوالي سره سوله او ثبات ټینګښت ناممکنه ده .
اوباما وویل چې د اسد په شتوالي سره په نوموړي هیواد کې تل تشې رامنځته کیږي او دا تشې د تندلارو او افراطي ډلو لخوا ډکیږي.
اوباما وویل چې روسیه د ډیرو اوږدو کلونو راهیسې په سوریې وسلې پلوري او ددې هیواد نه ملاتړ ته دوام ورکوي. خو د تیرو ۴ یا ۵ کلونو ترمنځه ملاتړ زما په اند لویه خطا ده .
پدې برخه کې ۵ کاله وړاندې موږ ولسمشر پوتین ته خبرداری ورکړ او په ټینګار مو ورته وویل چې ددې ملاتړ سره به په سوریه کې روانې ستونزې به لا ژورې شي.
نوموړي وویل چې روسیې دم ګړۍ د اسد رژیم ته د سلاکارانو او سرتیرو او وسلو په استولو پیل کړی دی چې دې مسلې اندیښنې پارولي دی. هغه زیاته کړه چې د روسیې دا ګام په عراق او سوریه کې د داعش پر وړاندې زموږ د مبارزې په ستراتیژۍ او پلان کوم منفي اغیزې نشي کولی . یو ځل بیا وایم چې د روسیې دا ستراتیژي د ناکامۍ سره محکومه ده .
اوباما وویل که چیرې روسیه وغواړي نن ورځ په نوموړي هیواد کې سولې او مذاکراتو ته لاره هواروي. زموږ یواځنۍ موخه په سوریه کې سوله او ثبات دی.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه