په نايجيريا كې د بوكو حرام خونړي بريدونه

د بوكو حرام ترهګرې ډلې د نايجيريا په شمال ختيځ كې د بورنو د ايالت په يو كلي باندې د بريد په ترڅ كې د لومړنيو شمېرو له مخې لږ تر لږه ۶۸ تنه ووژل.

372026
په نايجيريا كې د بوكو حرام خونړي بريدونه


د بوكو حرام ترهګرې ډلې د نايجيريا په شمال ختيځ كې د بورنو د ايالت په يو كلي باندې د بريد په ترڅ كې د لومړنيو شمېرو له مخې لږ تر لږه ۶۸ تنه ووژل.
داسې اټكل كيږي ترهګرې ډلې كليوال ددې امله وژلي وي چې د حكومت سره يې نږدې اړيكې درلودلې.
د بله پلوه د هېواد امنيتي چارواكو خبردارى وركړ چې بوكو حرام غواړي چې خپل ترهګري بريدونه د نايجيريا تر ټولو لوى ښار لاګوس ته ورسوي.
د بوكو حرام ډله چې اوسمهال په يو زيات شمېر لرې پرتو سيمو كې او د هېواد په شمالي ايالتونو كې پراخه فعاليت لري په ۲۰۰۹م كال كې د تاسيس نه را پدېخوا ۲۰ زره كسان وژلي دي.
د بوكو حرام د ګواښ له وېرې ۱،۵ ميليونه انسانان د خپلو كورنو پرېښودلو ته اړ شوي دي. او تر ۶۰ زرو زيات يې بيا د ګاونډيو هېوادونو په كمپونوكې اوسيږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه