په امریکا کې د مسلمانانو د عام وژنې پلان شنډ شو

په امریکا متحده ایالتونو کې د یو تن امریکايي لخوا په پټه توګه د راډیو اکتیف د وړانګو سره د مسلمانانو د وژلو پلان شنډ شو.

369165
په امریکا کې د مسلمانانو د عام وژنې پلان شنډ شو

په امریکا کې یو تن تخنیکر چې د مسلمانانو د وژنې په خاطر يي د راډیو اکتیف وړانګو یو ځانګړې ماشین جوړ کړی وو ونیول شو.
د سکوټ کروفورد په نامه امریکايي تخنیکر یو داسې ماشین جوړ کړی وو چې انسانانو ته د راډیو اکټیف وړانګې انتقالوی. نوموړي غوښتل چې ددې ماشین په واسطه په امریکا کې د میشتو مسلمانانو عام وژنه وکړي.
ددې ماشین په واسطه چې د انسان بدن ته راډیو اکتیف وړانګې انتقال شي د یوې اوونۍ په دننه کې د بدن غړي یو یو فعالیت پریږدي او ژوند د لاسه ورکوي.
د سکوټ کروفورد په نامه ۵۱ کلن تخنیکر د جنرال برښنا په نامه د برښنا په یو شرکت کې دنده درلوده .
د نوموړي پر خلاف په جوړه شوې صورت دعوا کې ویل شوي دي چې کروفورد د راډیو اکټیف د ورانګو د تولید د ماشین سره غوښتل يي په ځانګړې توګه مسلمانان په قتل ورسوي.


د کروفورد څارنوال ویلي دي چې نوموړي د څیړونو په ترڅ کې په خپل جرم اعتراف کړی دی . څارنوال د کروفورد نه د بې ګناه مسلمانانو د قتل عام په خاطر د یوې ډیرې خطرناکې وسلې د جوړونکي او ترهګر په توګه یادونه کړې ده .
کروفورد ویلي دي چې ددې لومړنی هدف ښوونځي او جوماتونه ول.
همداشان نوموړي اعتراف کړی دی چې د مسلمانانو نه وروسته ددې بل ستر هدف د باراک اوباما وژل وو.
ویل کیږي کروفورد د جوړ شوي ماشین د لګولو بټنې ته د هیروشیما نوم ورکړی وو.
نوموړي ویلي دي چې په پام کې درلوده دا وسله لومړی د ښوونځیو او جوماتونو په مخکې په مسلمانانو وکاروي.
نوموړي داسې پلان جوړ کړی وو چې پرته ددې چې څوک پرې شک وکړي عام وژنه ترسره کړي. دا ماشین يي په یو موټر کې ځای په ځای کړی وو.

څارنوال  ویلي دي کیدای  چې  نوموړی  د ۲۵ کلونو پورې په بند  محکوم  شي. 


 

 

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه