شمالي کوریا خپلو ځواکونو ته جګړې ته د تیاري نیولو امر وکړ

تیره ورځ د شمالي کوریا او سویلي کوریا ترمنځه په پولو کې په یو بل د متقابلو بریدونو نه وروسته د شمالي کوریا مشر کیم جونک اون خپلو ځواکونو ته جګړې ته د تیاري امر ورکړ.

336487
شمالي کوریا خپلو ځواکونو ته  جګړې ته د تیاري نیولو امر وکړ

د شمالي کوریا د دولتي تلویزیون د خبر له مخې ولسمشر کیم جونګ اون د سویلي کوریا په پولو کې په لومړنۍ کرښه کې پرتو ځواکونو ته د جګړې لپاره د پوره تیاري امر وکړ.
شمالي کوریا پرون د سویلي کوریا سره په پولو کې د نوموړي هیواد په لویو لویو لوډ سپیکرانو چې د شمالي کوریا پر خلاف يي خپرونې خپرولې په راکټونو وویشتل. سویلي کوریا په ځوابي برید کې په شمالي کوریا د توپ په لسکونو ډزې وکړې.
د یادولو وړ ده چې یوه لنډه موده د مخه د شمالي کوریا او سویلي کوریا په ګډه پوله کې د ماین په چاودنه کې د سویلي کوریا دوه تنه سرتیري سخت ټپیان شول چې سویلي کوریا د چاودنې پړه په شمالي کوریا واچوله. شمالي کوریا بیا د سویلي کوریا ادعا او تورونه رد کړل.
د بله پلوه شمالي کوریا د امریکا او سویلي کوریا د ګډون عسکري تطبیقاتو په اړه هم سخت غبرګون څرګند کړ. شمالي کوریا حتا امریکا په برید کولو او یرغل ګولو وګواښله خو تطبیقات اوس هم دوام لري.
امریکا هر کال د سویلي کوریا سره په ګډه ۱۲ ورځني عسکري تطبیقات کوي چې پدې تطبیقاتو کې ۳۰ زره امریکايي او ۵۰ زره هم کوریايي ځواکونه ګډون کوي.
شمالي کوریا د تطبیقاتو د پيل نه وړاندې امریکا او سویلي کوریا ته ګواښ وکړ که چیرې تطبیقات ونه دروي سخت ځواب به ورکړي. شمالي کوریا ددې تطبیقاتو نه د جګړې د تیاري په توګه یادونه کړې وه .

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه