د قرانکریم په اړه د یو مسلمانې نجلۍ او مسیحي بحث

د ترکیې د یو خصوصي تلویزیوني کانال د برازیل د څانګې مسیحي خبریال په ټولنیزه مډیا کې یوې عربې نجلۍ ته قرانکریم ته د سپکاوي له امله ډیر سخت ځواب ووایه .

334562
د قرانکریم په اړه  د یو مسلمانې نجلۍ او مسیحي بحث

مسیحي خبریال د فیسبوک له لارې د قرانکریم یو عکس خپور کړ او لاندې ترینه ولیکل ( د نړۍ بدلونکی کتاب ) .
د حیبا ب داکا په نامه یوې عربې نجلۍ بیا د قرانکریم د عکس لاندې لیکلي وو چې حقیقت لري، قران په نړۍ کې د شدت او قتل عامونو سرچینه ده.
خبریال د عربې نجلۍ په ځواب کې ولیکل چې ستاسې دا ادعا او مفکوره غلطه ده . زه مسیحي یم. موږ مسیحیانو د پیړیو پیړیو راهیسې خپل دین د تورې په زور نړۍ ته د خپرولو هڅه کړې ده . لاړه شه او د صلیبیانو کلمه په ډيکشنري کې وګوره چې څه معنی لري؟ موږ بې ګناه ښځې ووژلې او په هغوې مو د جادوګرو او کوټګرو تورونه ولګول. د علم مخه مو ونیوله. د ګالیلو سره زموږ کړنه ټولې نړۍ ته معلومه ده.
دا ټول په موږ زموږ عقیدې ندي کړي بلکې د عقیدې استثمارګرو کړي دي. مقدسات ګرم ندي ، ملامتیا زموږ خپله ده .


پيوندونه:

اړوند خبرونه