د ۳ ساعتونو په دننه کې ۱۹ تنه ووژل .

د برازیل د ساوپاول په ایالت کې د ۳ ساعتونو په دننه کې ۱۹ تنه د ویشتلو نه وروسته ووژل شول.

328315
د ۳ ساعتونو په دننه کې  ۱۹ تنه  ووژل .

د برازیل پولیس د نوموړو جنایتونو ترمنځه تړاو لټوي.
د برازیل د ساو پاول د عامه امنیت ریس الکساندر دي مورایس خبري غونډې ته ویلي دي چې د یاد شوي ایالت د اوساسکو، بارویري او ایتاپیوي سیمو په مربوطاتو کې د جمعې په شپه ۱۹ تنه د نامعلومو کسانو لخوا د ویشتلو نه وروسته وژل شوي دي.
نوموړي ویلي دي چې د یاد شوو جنایتونو په اړه څیړنې دوام لري . دا لا معلومه نده چې نوموړي جنایتونه د یو بل سره کوم تړاو لري او که نه. پولیسو د څیړنې پیل کړي دي.
نوموړي وویل چې د اوساسکو سیمه کې ۱۵ تنه ، په بارویري کې ۳ تنه او په ایتاپیوي کې ۱ تنه وژل شوی دی. همداشان په نوموړو سیمو کې ۷ تنه نور ټپیان شوي دي چې د تداوۍ لاندې قرار لري.
نوموړي وویل کیدای شي چې دا کسان تیره اوونۍ د دوو تنو پولیسو د وژنې د غچ اخیستو په خاطر وژل شوي وي. خو دا لا معلومه نده او د پیښې په اړه څیړنې دوام لري.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه