د نړئ تر ټولو ډیر مسلمانان په کوم هیواد کې اوسیږي؟
په نړئ کې څه باندې یو نیم میلیارده تنه مسلمانان ژوند کوي چې تر ټولو ډیر يي پدې هیواد کې اوسیږي.
په نړئ کې څه باندې یو نیم میلیارده تنه مسلمانان اوسیږي. پدې اړه یو لست خپور شوی دی . عربي هیوادونه چې د چا خبره نفوس يي سل په سلو کې مسلمانان دی پدې لست کې ډیر وروسته پاتي دي.
د نوموړي لست او څیړنې له مخې د نړئ تر ټولو ډیر مسلمانان په اندونیزیا کې اوسیږي. په اندونیزیا کې څه باندې ۲۰۷ میلیونه تنه مسلمانان ژوند کوي. د اندونیزیا د نفوس ۸۸ عشاریه ۲۰ سلنه مسلمانان تشکیلوي.
په دویم کتار کې پاکستان ځای نیولی دی. په پاکستان کې چې د نفوس ۹۷ سلنه يي مسلمانان دي ۱۵۹ میلیونه ۷۹۹ زره ۶۶۶ تنه مسلمانان ژوند کوي.
په لست کې په دریم کتار کې هندوستان شتون لري. د هندوستان د نفوس ۱۳ عشاریه ۴ سلنه مسلمانان دي. په هندوستان کې ۱۵۱ میلیونه ۴۰۲ زره او ۶۵ تنه مسلمانان ژوند کوي.
په څلورم کتار کې بنګلادیش ځای لري. د بنګلادیش د نفوس ۸۸ سلنه مسلمانان دي. په بنګلادیش کې ۱۳۲ میلیونه ۴۴۶ زره ۳۶۵ تنه مسلمانان ژوند کوي.
په پنځم کتار کې بیا مصر ځای نیولی دی . د مصر د نفوس ۸۵ سلنه مسلمانان تشیکلوي . په مصر کې ۷۰ میلیونه ۵۳۰ زره ۲۳۷ تنه مسلمانان ژوند کوي.
پدې لست کې ترکیه چې د نفوس ۹۹ سلنه يي مسلمانان تشکیلوي په شپږم کتار کې ځای نیولی دی. په ترکیه کې د مسلمانان نفوس ۶۹ میلیونه تنه دی.
په اوم کتار کې بیا نایجریا شتون لري. د نایجریا د نفوس ۴۵ سلنه مسلمانان دي. په نوموړي هیواد کې ۶۴ میلیونه ۳۸۶ زره تنه مسلمانان ژوند کوي.
په اتم کتار کې ایران چې د نفوس ۹۸ سلنه مسلمانان دي ځای نیولی دی . په ایران کې د مسلمانانو شمیره څه باندې ۶۴ میلیونه تنه ده.
په نهم کتار کې بیا جزایر ځای نیولی دی . د جزایر ۹۹ سلنه نفوس مسلمانان دي. په نوموړي هیواد کې نږدې ۳۳ میلیونه تنه مسلمانان ژوند کوي.
په لسم کتار کې مراکش ځای نیولی دی . د مراکش ۹۹ سلنه نفوس مسلمانان دي. په نوموړي هیواد کې ۳۲ میلیونه ۳۰۰ زره تنه مسلمانان ژوند کوي.
په یوولسم کتار کې بیا افغانستان چې د نفوس ۹۹ عشاریه ۹۰ سلنه يي مسلمانان دي ځای نیولی دی . په افغانستان کې ۳۱ نیم میلیونه تنه مسلمانان ژوند کوي.
په ۱۲ م کتار کې سعودي عربستان شتون لري. د سعودي عربستان سل په سلو کې نفوس مسلمانان تشکیلوي. په سعودي عربستان کې ۲۶ میلیونه ۴۱۷ زره ۵۹۹ تنه مسلمانان ژوند کوي.
په ۱۳ م کتار کې سوډان قرار لري. د سوډان ۶۵ سلنه نفوس مسلمانان دي. په سوډان کې د مسلمانانو نفوس ۲۶ میلیونه ۱۲۱ زره ۸۶۵ تنه ښودل شوی دی .
عراق پدې لست کې په ۱۴ م کتار کې ځای نیولی دی . د عراق د نفوس ۹۷ سلنه مسلمانان تشکیلوي. په عراق کې ۲۵ میلیونه ۲۹۲ زره تنه مسلمانان ژوند کوي.
په ۱۵ م کتار کې ازبکستان ځای لري. د ازبکستان د نفوس ۸۹ سلنه مسلمانان دي. په ازبکستان کې نږدی ۲۴ میلیونه تنه مسلمانان ژوند کوي.
۱۶ - ایتوپیا . ۳۱ عشاریه ۲ سلنه نفوس مسلمانان . د مسلمانانو شمیره ۲۲۵۳۳۵۰۰ تنه.
۱۷ - روسیه . ۱۷ سلنه نفوس مسلمانان. د مسلمانانو شمیره ۲۱ میلیونه ۵۱۳ زره تنه .
۱۸ - یمن . ۹۹ سلنه نفوس مسلمانان . د مسلمانانو شمیره ۲۰ میلیونه ۵۱۹ زره ۷۹۲ تنه .
۱۹ - چین . یو عشاریه ۵ سلنه نفوس مسلمانان . د مسلمانانو شمیره ۱۹ میلیونه ۵۹۴ زره ۷۰۷ تنه.
۲۰ - سوریه . ۸۸ سلنه نفوس مسلمانان . د مسلمانانو شمیره ۱۶ میلیونه ۲۳۴ زره ۹۰۱ تنه.
۲۱ - مالیزیا . ۶۰ عشاریه ۴ سلنه نفوس مسلمانان . د مسلمانانو شمیره ۱۴ میلیونه ۴۶۷ زره ۶۹۴ تنه .
۲۲ - تانزانیا . ۳۵ سلنه نفوس مسلمانان . د مسلمانانو شمیره ۱۲ میلیونه ۸۶۸ زره ۲۲۴ تنه .
۲۳ - مالي . ۹۰ سلنه نفوس مسلمانان . د مسلمانانو شمیره ۱۱ میلیونه ۶۲ زره ۳۷۶ تنه .
۲۴ - نیجر . ۹۰ سلنه نفوس مسلمانان . د مسلمانانو شمیره ۱۰ میلیونه ۴۹۹ زره ۳۴۳ تنه .
۲۵ - سینیګال . ۹۴ سلنه سلنه نفوس مسلمانان . د مسلمانانو شمیره ۱۰ میلیونه ۴۵۹ زره ۲۲۲ تنه .
۲۶ - سومالي . ۹۹ سلنه نفوس مسلمانان . د مسلمانانو شمیره ۸ میلیونه ۵۴۸ زره ۶۷۰ تنه .
۲۷ - ګینا . ۸۵ سلنه نفوس مسلمانان . د مسلمانانو شمیره ۸ میلیونه ۴۷ زره ۶۸۶ تنه .
۲۸ - اذربایجان . ۹۳ عشاریه ۴ سلنه نفوس مسلمانان . د مسلمانانو شمیره ۷ میلیونه ۵۸۴ زره ۳۱۱ تنه .
۲۹ - بورکینا فاسو. ۵۲ سلنه نفوس مسلمانان . د مسلمانانو شمیره ۷ میلیونه ۴۴۹ زره ۶۲۶ تنه .
۳۰ - قزاقستان . ۴۷ سلنه نفوس مسلمانان . د مسلمانانو شمیره ۷ میلیونه ۱۳۷ زره ۳۴۶ تنه .
اړوند خبرونه
د استرالیا په سیډني ښار کې په یوې کلیسا کې د چړې په برید کې ۴ تنه ټپیان شوي دي.
د ۹ نیوز د خبر له مخې د سیډني په کریسټ دی ګډ شیفرډ کلیسا کې د چړې برید شوی.