په امريكا كې د روسي طالب محاكمه

د امريكا د متحدو ايالتونو د ويرجينيا په ايالت كې د پخواني شوروي اتحاد د يو تن سرتيري محاكمه چې بيا وروسته د طالبانو په ليكو كې د ايتلافي ځواكونو پر خلاف جنګېده پيل شوه.

305449
په امريكا كې د روسي طالب محاكمه


دا كس چې اېرك حميدالين نوميږي او شاوخوا ۵۵ كاله عمر لري په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو لخوا نيول شوى وو. پر نوموړي ۱۵ بېلابېل تورونه لګول شوي دي چې يو يې هم په ۲۰۰۹ كال كې د افغانستان د خوست په ولايت كې د سرحدي پوليسو پر يوې پوستې باندې د بريد طراحي ده. حميدالين د افغانستان په جګړه كې لومړنى نظامي شكمن دى چې د امريكايي محاكمو لخوا محاكمه كيږي. نوموړى په ۱۹۸۰يمو كلونو كې د پخواني شوروي اتحاد د سور پوځ په ليكو كې افغانستان ته راغى او د ټانكسټ په توګه يې دنده اجرا كړه. نوموړى وروستى مسلمان شو او د شوروي اتحاد پر وړاندې د افغان مجاهدينو په ليكو كې وجنګېد.
په ۲۰۰۹ كال كې حميدالين د خوست په ولايت كې خپلو جنګياليو ته امر وكړ چې د امريكايانو پر يوې چورلكې باندې بريد وكړي. د افغان او ايتلافي ځواكونو په ځوابي عملياتو كې نوموړى په ټپي حالت كې ونيول شو. پر نوموړي همداراز تورونه لګول شوي دي چې د امريكايي مقاماتو د وژلو هڅه يې كوله.
داسې اټكل كيږي چې دا روسى طالب به په عمري بند محكوم شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه