د امريكا په نظامي مركز بريد كوونكى څوك وو؟

د امريكا د متحدو ايالتونو د تينيسي په ايالت كې د چتانوګا په ښار كې د محمد يوسف عبدالعزيز په نامه يو ځوان په دوو نظامي مركزونو باندې بريدونه وكړل چې په پايله كې ۴ تنه امريكايي سرتيري ووژل شول.بريد كوونكى هم د پوليسو په متقابلو ډزو كې وژل شوى دى

381534
د امريكا په نظامي مركز بريد كوونكى څوك وو؟

د امريكايي خبري رسنيو د معلوماتو په اساس بريد كوونكى چې محمد يوسف عبدالعزيز نومېده په امريكا كې زېږېدلى او لوى شوى دى.
پوليس وايي چې محمد يوسف د پوليسو سره د ترهګرۍ په برخه كې هېڅ ډول اسناد نه لري. د خبري رسنيو د معلوماتو په اساس نوموړي د تينيسي له پوهنتونه په ۲۰۱۲ كال كې د انجينيرۍ ډپيلوم هم اخيستى دى. محمد يوسف حتى د لېسې زده كړې هم په همدې ايالت كې كړي دي.
د بريد كوونكي د پوهنتون يو تن ملګري وويل چې محمد يوسف د الجبر او فزيك په مضامينو كې ډېر بريالى وو. تل به يې روژه نيوله او ۵ وخته لمونځ به يې ادا كولو.
داسې ويل كيږي چې د بريد كوونكي كورنۍ له كويټه امريكا ته مهاجره شوي وي.
محمد يوسف عبدالعزيز د دوشنبې په ورځ په فېسبوك كې په خپل وروستي پيغام داسې ليكلي وو:
( ژوند لنډ او د دردونو نه ډك دى ... مسلمانان بايد الله ج ته د تسليميت فرصت له لاسه ورنكړي.)


پيوندونه:

اړوند خبرونه