اوباما: د ایران سره شوې تفاهم سوله ییز  دی

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ایران سره د اټومي پروګرام په سر د تفاهم په مسلې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د مشرانو سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

380974
اوباما: د ایران سره شوې تفاهم سوله ییز  دی


د سپینۍ ماڼۍ لخوا د شوو څرګندونو له مخې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د عربستان د پاچا ملک سلمان او د متحده عربي اماراتو د مشر سره جلا جلا د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
په څرګندونو کې راغلي دي چې ولسمشر اوباما پدې ټیلیفوني خبرو کې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته د ایران سره د شوې تفاهم په اړه معلومات ورکړل. اوباما ددې خبرې په ټینګار وویل چې دا تړون په کامله توګه یو سوله ییز تړون دی او د ایران لخوا د هر ډول اټومي وسلو د تولید مخه نیسي.
اوباما ویلي دي چې په خلیج کې به د ایران د هر ډول اقدام پر وړاندې ودریږي او په سیمه کې د ایران لخوا د رامنځته کیدونکو هر ډول ستونزو په صورت کې به د خپلو متفقینو نه پوره دفاع وکړي. اوباما ویلي دي چې د سیمې ستونزې به د خپلو نږدې متفقینو سره یو ځای حل کړي.
د بله پلوه ویل کیږي چې اوباما د دواړو مشرانو سره په ټیلیفوني خبرو کې د یمن په مسلې هم غږیدلی دی .
د یادولو وړ ده چې امریکا ولسمشر بارک اوباما د مې په میاشت کې د خلیج د هیوادونو مشران د کمپ داوید سرمشریزې ته بللي وو خو یو زیات شمیر هیوادونو پدې سرمشریزه کې د ولیهد په کچه ګډون وکړ.
کارپوهانو د خلیج د هیوادونو ددې پریکړې نه د امریکا پر وړانډې د غبرګون په توګه یادونه کړې وه . خلیج هیوادونو د ایران سره د تفاهم په مسله کې د امریکا نه ناراضي ښکاري.
د بله پلوه د اسراییلو لومړي وزیر د ایران او پنځه جمع یو د ډلې ترمنځه د تفاهم او تړون د لاسلیک نه د یوې سترې تاریخي خطا په توګه یادونه وکړه .
ولسمشر اوباما د سعودي او متحده عربي اماراتو د مشرانو سربیره د اسراییلو د لومړي وزیر نتنیاهو سره هم د ټيلیفون په کرښه خبرې کړي.
اوباما اسراییلو ته هم د قناعت ورکولو هڅه کړې ده .


پيوندونه:

اړوند خبرونه