د ايټاليا پخواني لومړي وزير ته د بند سزا

د ايټاليا پخواني لومړي وزير سلويو برلسكوني ته د رشوت وركولو په تور ۳ كال د بند سزا واورول شوه.

338612
د ايټاليا پخواني لومړي وزير ته د بند سزا


د ايټاليا پخواني لومړي وزير سلويو برلسكوني ته د رشوت وركولو په تور ۳ كال د بند سزا واورول شوه.
ددې هېواد د ناپولي په ښار كې د محكمې قضايي هيت څرګنده كړه چې برلسكوني په ۲۰۰۶م كال كې د پارلمان يو تن غړي ته رشوت وركړى دى.
پر برلسكوني تور لګول كيږي چې په ۲۰۰۶م كال كې يې په ايټاليا كې د وخت د لومړي وزير رومانو پرودي د حكومت د را پرځولو په موخه يو تن وكيل ته ۳ ميليونه يورو رشوت وركړى دى.
په دې دعوا كې د برلسكوني نږدې همكار واتلر لاويتولا ته هم د ۳ كلن بند سزا اورېدل شوې ده. په ورته ډول دواړه نشي كولاى چې د راتلونكو ۵ كلونو په اوږدو كې په دولتي ادارو كې كار وكړي.
د برلسكوني مدافع وكيلانو بيا دا تورونه رد كړل او څرګنده يې كړه چې د تميز محكمې ته به مراجعه وكړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه