چارلي هېبډو ته د جرمني د مېډيا جايزه

د چارلي هېبډو اونيزه چې د اسلام پيغمبر حضرت محمد ص ته د سپكاوي نه ډك د كاريكاتورونو د خپرولو له امله پرې بريد وشو اوس ورته د مېډيا جايزه وركول كيږي.

335712
چارلي هېبډو ته د جرمني د مېډيا جايزه

د جرمني د مېډيا تر ټولو لويه جايزه به سږ كال د سپتمبر د مياشتې په ۱۷مه نېټه ددې اونيزې مسول مدير ګېرارد بيارد ته وركړل شي. د 'M 100 Media Award' په نامه د جرمني مېډيا جايزه په اروپا كې د رسنيو په برخه كې تر ټولو مهمه جايزه بلل كيږي. ددې جايزې د كمېټې غړو څرګنده كړه چې دا جايزه د مجلې كاريكاتوريستانو ته نه بلكې د رسنيو آزادۍ ته وركول كيږي. د جرمني د بېلډ د ورځپاڼې مسول مدير او ددې جايزې د كمېټې غړي نيوكو ته د ځواب په توګه وويل چې `` پر چارلي هېبډو بريد په اصل كې پر هنر، ټولنې، رسنيو او د بيان په آزادۍ بريد دى. ددې امله موږ د بيان آزادۍ ته جايزه وركوو.``
د روان ميلادي كال د جنورۍ په مياشت كې د فرانسې په پلازمېنه پاريس كې د مجلې په دفتر بريد وشو چې پكې ۱۲ تنه ووژل شول. د بريد پړه په يمن كې د القاعدې د ډلې اورپكو پر غاړه واخيستله.


پيوندونه:

اړوند خبرونه