په فرانسه كې د امريكا جاسوسي فعاليت

د امريكا د متحدو ايالتونو د ملي امنيت اژانس د لوړپوړو فرانسوي چارواكو د ټيلفوني مكالمو د اورېدلو د تور سره مخامخ دى.

319480
په فرانسه كې د امريكا جاسوسي فعاليت



د ويكي ليكس د سايټ لخوا د افشا شوو پټو اسنادو په اساس په پلازمېنه پاريس كې د متحدو ايالتونو د سفارت لخوا د فرانسې د درې تنو ولسمشرانو ټيلفوني مكالمې اورېدل شوي دي.
د معلوماتو په اساس د امريكا د استخباراتو ادارې په پاريس كې د امريكا د سفارت په تر ټولو لوړ پوړ كې د ثبت د يوې پرمختللې دستګاه په نصبولو سره د فرانسۍ د ولسمشرۍ په ماڼۍ كې ټولې ټيلفوني مكالمې ثبت كړي دي. د مكالمې د فرانسې د اوسني ولسمشر فرانسوا اولاند سربېره د دوو پخوانيو ولسمشرانو نيكولاس سركوزي او ژاك شيراك پورې اړه لري.
ويل كيږي چې په پاريس كې د امريكا سفارت د ولسمشرۍ ماڼۍ، بهرنيو چارو وزارت او نورو مهمو ادارو سره نږدې موقعيت لري.
د لېبرتيون د ورځپاڼې د معلوماتو په اساس د جاسوسۍ ددې راز د افشا كېدو نه وروسته د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د ملي امنيت بېړنۍ غونډه دايره كړه. د غونډې په پاى كې فرانسوي چارواكو د يوې اعلاميې په خپرولو سره په هېواد كې د امريكا د استخباراتي ادارو لخوا جاسوسي، د نه منلو وړ عمل وبللو. په اعلاميه كې راغلي دي چې `` هغو فعاليتونو ته به اجازه ورنه كړل شي چې د فرانسې ملي امنيت او ملي ګټو ته ګواښ رامنځته كړي.``
د بله پلوه د فرانسې د ملي استخباراتو يو تن مشر امريكا ته تللى دى تر څو د نوموړي هېواد نه تر دې وروسته د جاسوسي فعاليت د نه ترسره كولو لپاره تحريري سند ترلاسهكړي.
همداراز په پاريس كې د امريكا سفير هم د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت ته احضار شوى دى.
دا په داسې حال كې ده چې د امريكا متحدو ايالتونو د جاسوسۍ تورونه په نسبي ډول رد كړل.
د امريكا د ملي امنيت د شورا وياند نېډ پرايس په دې اړه وويل چې `` د فرانسې د ولسمشر اولاند په حق كې جاسوسي فعاليتونه نه كوو.``
ددې سره سره نوموړي د دوو پخوانيو ولسمشرانو په اړه د جاسوسي فعاليتونو موضوع رد نه كړله.


پيوندونه:

اړوند خبرونه