امریکا د روسیې پولو ته درندې وسلې او سرتیري واستول

امریکا د روسیې پولو ته د بالتیک حوزې هیوادونو ته په سلګونو ټانکونه ، درندې وسلې او سرتیري واستول

316373
امریکا د روسیې پولو ته درندې وسلې او سرتیري واستول

د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارټر د بالتیک حوزې هیوادونو ته د ۲۵۰ ټانکونو ، درندو وسلو او عسکري تجهیزاتو د لیږدولو نه خبر ورکړ. کارټر ویلي دي چې سیمې ته عسکري تجهیزاتو او درندو وسلو او سرتیرو د لیږدولو هدف د روسیې او بعضو ترهګریزو ډلو د احتمالي خطراتو په خاطر د تدابیرو نیول دي.
د امریکا د دفاع وزیر دا څرګندونې د استونیا په پلازمینه تالین کې وکړې. د امریکا د دفاع وزیر کارټر په تالین کې استونیا ، لیتوانیا او لیتونیا د هیوادونو د دفاع وزیرانو سره لیدنه وکړه .
کارټر وویل چې د بالتیک د حوزې پدې دریو هیوادونو کې به د عسکري تجهیزاتو او درندو وسلو سربیره ۷۵۰ تنه امریکايي سرتیري هم ځای په ځای کړي.
نوموړي زیاته کړه چې د نوموړو عسکري مهماتو او ټانکونو نه به په سیمه کې د عسکري تطبیقاتو په خاطر هم ګټه پورته شي او د روسیې او بعضو ترهګریزو ډلو د احتمالي خطراتو پر وړاندې د تدابیرو نیولو په خاطر هم ځانګړې اهمیت لري.
امریکا به د بالتیک حوزې په دریو هیوادونو کې چې خپلې درندې وسلې او مهمات ځای په ځای کوي په عسکري برخو کې ځینې پانګه اچونې هم وکړي. امریکا به په لیتوانیا کې په عسکري بڼسټونو ۷۶ میلیونه ایرو او د استونیا په عسکري بڼسټونو ۴۰ میلیونه ایرو پانګه اچونه وکړي.
د یادولو وړ ده چې امریکا به خپلې درندې وسلې او مهمات د یادو شوو هیوادونو سربیره په بلغاریا، پولنډ، رومانیا او جرمني کې هم ځای په ځای کړي.
د امریکا د سان انتونیو په نامه عسکري کښتۍ هم د استونیا د پلازمینې تالین سواحلو ته رارسیدلې ده . پدې عسکري کښتۍ کې ۸۰۰ تنه سرتیري او عسکري تجهیزات راوړل شوي دي . دا سرتیري به د بالتوپس په عسکري تطبیقاتو کې ګډون وکړي.
د ویلو ده چې امریکا د روسیې سره په پولو کې خپلې درندې وسلې ، مهمات او ځواکونه ځای په ځای کوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه