د روسیې امریکا سخت خبرداری ورکړ

روسیې د امریکا په غبرګون کې د ۴۰ نوو د قارو ترمنځه د اټومي توغندیو د جوړولو پریکړه وکړه

307664
د روسیې امریکا سخت خبرداری ورکړ

روسیې د امریکا لخوا ختیځې اروپا کې د درندو وسلو د ځای په ځای کولو د پریکړې په غبرګون اعلان کړی دی چې سږ کال به په خپلو اټومي وسلو کې  ۴۰   د قارو ترمنځه توغندي  اضافه کړي.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وویل چې په هیواد کې د روان اقتصادي کړکیچ سره سره به پوځ په پرمختللو او مدرنو وسلو د سمبالولو لړۍ ته دوام ورکړي.
د روسیې د دفاع وزارت د ناټو سازمان په نړۍ کې د وسلو سیالیو ته د هیوادونو د هڅولو په تور تورن کړ.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین چې په مسکو کې د دفاعي صنایعو په یو نندارتون کې ګډون کړی وو خبریالانو ته وویل چې د قارو ترمنځه نوي توغندي به پداسې پرمختللي تکنالوژۍ سمبال کړي چې هیڅډول دفاعي سیستم او رادار به يي کشف نکړای شي.
د یادولو وړ ده چې روسیې دا پریکړه وروسته د هغه وکړه چې واشنګټن تیره ورځ اعلان وکړ چې خپلې درندې وسلې به په ختیځې اروپا کې دیپو کړي.
همداشان د روسیې د دفاع د وزارت سلاکار هم خبري رسنیو ته وویل چې امریکا غواړي چې روسیه د وسلو د نوې سیالۍ په لړۍ کې داخله کړي.
د ناټو عمومي سکرتر ینس ستولتنبرګ بیا د پوتین د څرګندونو نه وروسته وویل چې د مسکو په اړه زموږ ادعاګانې او فکرونه ټول رښتیا ثابت شول.
نوموړي وویل چې د ناټو سازمان د بعضو امنیتي اندیښنو او نړۍوالو تړونونو په چوکاټ کې ځیني ګامونه پورته کړي دي چې روسیې ددې ګامونو پر وړاندې اتومي وسلو ته مخه وکړه چې د مسکو دا پریکړه د اندیښنې وړ ده.
مسکو وايي چې په ۱۹۹۷ کال کې د روسیې او ناټو ترمنځه د لاسلیک شوي تړون له مخې ناټو په ختیځ بلاک یا د پخواني شوروي اتحاد تر کنټرول لاندې په سیمو کې د عسکري هډو او نظامي ځواکونو د ځای په ځای کولو حق نلري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه