چينايانو د امريكا د استخباراتي ادارو معلومات غلا كړي.

يو شمېر هكرانو چې ګمان كيږي مركز يې په چين كې دى د امريكا د فدرالي ادراو په كميپوټري سيستم بريد كړى دى چې د دولتي معلوماتو سربېره يو لړ حساس استخباراتي معلومات هم د نوموړو لاس ته ورغلي دي.

303515

د امريكايي خبري رسنيو د معلوماتو په اساس، ددې هېواد پر فدرالي ادارو باندې د بريد پر مهال يو لړ نظامي او استخباراتي معلومات هم غلا شوي دي. د غلا شوو معلوماتو په لړ كې د يو شمېر امريكايي سرتېرو هويتونه، د كور پتې، د كورنۍ په اړه معلومات او حتى مالي سرچينې هم شاملې دي.
ويل كيږي چې دا سايبري بريد د چين په هېواد كې طرحه او بيا عملي شوى دى.
د خبري رسنيو د معلوماتو په اساس سايبري غلو په دې بريد كې د امريكا د فدارلي ادراو د ۴ ميليونو كار كوونكو شخصي معلومات غلا كړي دي. سي آى اې هم په دې ادارو كې شامله ده.
دا پداسې حال كې ده چې د امريكا رسمي مقاماتو تر اوسه پورې دا بريد تاييد كړى نه دى. د سپينې ماڼۍ وياند جاش ارنست وويل چې د پېښې په اړه تحقيقات روان دي.
كه چيرې دا ثابته شي چې په دې پېښه كې د چين د دولت مستقيم لاس دى نو په راتلونكې كې به د دواړو هېوادونو ترمېنځ اړيكې ترينګلې شي. ځكه چې د اوباما ادارې سايبري بريد د هېواد ملي امنيت ته ګواښ بللى او د جګړې د اعلان سبب بللى وو.

پيوندونه:

اړوند خبرونه