په سپينې ماڼۍ كې د مشكوك پاكټ له امله وېره
د امريكا د متحدو ايالتونو په پلازمېنه واشنګټن كې د ولسمشر باراك اوباما په مقر سپينې ماڼۍ كې د يو مشكوك پاكټ د موندل كېدو له امله وېره خپره شوه.
د امريكا د متحدو ايالتونو په پلازمېنه واشنګټن كې د ولسمشر باراك اوباما په مقر سپينې ماڼۍ كې د يو مشكوك پاكټ د موندل كېدو له امله وېره خپره شوه.
د ماڼۍ د مطبوعاتي كنفرانس په كوټه كې په داسې حال كې چې وياند جاش ارنېست خبريالانو ته وينا اوروله په ناڅاپي توګه د استخباراتي كار كوونكو لخوا له كوټې وويستل شو او سيمه تر قرنطين لاندې ونيول شوه. وروسته بيا د خبريالانو په ګډون ټول وويستل شول او كوټه د ځانګړو امنيتي ځواكونو لخوا وپلټل شوه.
تر اوسه پورې د مشكوك پاكټ د محتوياتو په اړه څه نه دي ويل شوي. خو د خبري سرچينو د معلوماتو په اساس پخوا سپينې ماڼۍ ته د نا معلومو كسانو لخوا ټيلفوني ګواښونه شوي ول.
د بله پلوه نن سهار وختي د سنا د مجلس په مقر كې د يو سناتور دفتر ته هم يو مشكوك پاكټ لېږل شوى وو چې وروسته ټوله ودانۍ د امنيتي ځواكونو لخوا تخليه شوه.
اړوند خبرونه
د مالیزیا سمندري ځواکونو اړوند د دوو چورلکو د جنیګدو له امله لږ تر لږه لس تنو ژوند د لاسه ورکړ.
په مالیزیا کې د رسم ګذشت پریډ لپاره د تمرین پر مهال دوه چورلکو په هوا کې سره ټکر کړی دی