ملګروملتونو ماشومانو په حقونو د تیري کوونکو هیوادونو لست خپور کړ

د ملګروملتونو سازمان د ماشومانو په حقونو د تیري کوونکو هیوادونو په خپور کړي لست کې د اسراییلو نوی ندی ذکر کړی

298164
ملګروملتونو ماشومانو په حقونو د تیري کوونکو هیوادونو لست خپور کړ

د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون د ماشومانو د حقونو د اخلال او تیري په اړه په خپور شوي راپور کې د اسراییلو نوم ندی داخل کړی.
ملګروملتونو په نښتو کې د ماشومانو د حقونو د اخلال او تیري کوونکو هیوادونو ، ډلو او سازمانونو په اړه راپور خپور کړ.
د ویلو ده چې پدې راپور کې د اسراییلو نوم چې تیر کال يي په غزې د بریدونو پر مهال یواځې د ملګروملتونو اړوند په ښوونځیو د بریدونو سره شاوخوا ۵۰۰ تنه ماشومان وژلي دي او په زرګونو تنه نور يي ټپیان کړي دي نوم پدې لست کې ځای ندی ورکړ شوی.
دا راپور د ملګروملتونو د امنیت شورا ته وړاندې شو.
د ډیپلوماتیکو سرچینو د خبر له مخې په نښتو کې د ماشومانو په حقونو د اخلال او تیریو په اړه د ملګروملتونو ځانګړې استازې لیلا زیروګويي لخوا په جوړ شوي راپور کې د اسراییلو او حماس نوم هم شتون درلود.
د بله پلوه د ملګروملتونو د سرمنشي بانکي مون ویاند ستیفن د خبريالانو ددې پوښتنو په ځواب کې چې اسراییلو په غزه کې د ملګروملتونو اړوند په ښوونځو د بریدونو سره په سلګونو تنه ماشومان په قتل ورسول او په زرګونو تنه يي ټپیان کړل ولې نوم پدې لست کې شتون نلري ؟ وویل ! په اصل کې په راپور کې د ترسره شوو ټولو جرایمو نه یادونه شوې ده. نوموړي وویل چې لست مهم ندی تاسې راپور ته وګورۍ هر څه پکې بیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې په راپور کې په اصل کې هم اسراییلو او هم حماس ته ځای ورکړ شوی دی . همداشان ددې راپور پر مهال یو زیات شمیر مدني ټولنو او هیوادونو استازو بانکي مون ته سلامشورې ورکړي دي.
د بله پلوه ځینو سرچینو ویلي دي چې د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون د اسراییلو او امریکا د فشارونو له امله د لست نه د اسراییلو نوم ویستی دی.
همداشان په ملګروملتونو کې د اسراییلو دایمي استازي ویلي دي چې د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون یوه ډیره پر ځای پریکړه کړې ده . نوموړي ویلي دي چې د ملګروملتونو سازمان ټول غړي باید د ترهګرۍ پر وړاندې ګډ غبرګون څرګند کړي.



پيوندونه:

اړوند خبرونه