جرمني د پارلمان د ریس لخوا سیسي ته یو ستر سیاسي ګوزار
د جرمني د پارلمان ریس د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي د لیدنې وړاندیز رد کړ
د جرمني د فدرال پارلمان ریس نوربیرت لامیرت د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره په هیواد کې د بشري حقونو نه د سرغړونو له امله پلان کړې لیدنه لغوه کړه .
د جرمني فدرال پارلمان په برلین کې د مصر سفارت ته په استولي لیک کې ویلي دي چې د پارلمان ریس په مصر کې د وروستیو پرمختګونو او په بشري حقونو د تیریو له امله د عبدالفتاح السیسي سره پلان شوې لیدنه لغوه کړې ده .
د مصر سفارت ته په استولي لیک کې راغلي دي چې ولسمشر سیسي د یوې ډیرې اوږده موده کیږي چې د پارلماني ټولټاکنو د ترسره کولو ژمنې کوي خو د ټاکنو د ترسره کولو پر ځای په سیستماتیکه توګه د مخالفینو د لمنځه وړو او ټکولو هڅه کوي. په مصر کې مخالفین په ناحقه توګه زنداني کیږي، د اوږدې مودې لپاره په حپس محکومیږي او په ټولیزه ټوګه په اعدام محکومیږي. همداشان د پارلمان ریس سعد الکتاتني په ګډون په سلګونو تنه د اعدام په سزا محکوم شوي دي.
په څرګندونو کې راغلي دي چې د پارلمان ریس وايي دا لیدنه چې په مصر کې کورنئ سولې ، ثبات، ډیموکراسئ او ازادیو ته ګټه نه رسوي ، د همدې امله دا لیدنه ګټوره نه بولي او لیدنه لغوه کوي .
د یادولو وړ ده چې په مصر کې محکمې دوه ورځې د مخه لومړنی منتخب ولسمشر محمد مرسي په ګډون ۱۰۶ تنه د جاسوسئ او د ملي پاڅون پر مهال په زندانونو د چاپې اچولو او زندانیانو د تښتونې په تور په اعدام محکوم کړل. دې مسلې په نړئ کې او په ځانګړې توګه د اسلامي نړئ سخت غبرګونونه پارولي دي.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.