د طالبانو یو هیت ایران ته سفر کړی دی
د طالبانو سیاسي هیت د طیب اغا په مشرۍ تهران ته سفر کړی دی
د طالبانو یو سیاسي هیت د مذاکراتو په موخه ایران ته سفر کړی دی .
د ایران د شرق ورځپاڼې د خبر له مخې د طالبانو یو سیاسي هیت د طیب اغا په مشري یو هیت د قطر ته تهران ته راغی.
ویل کیږي هیت د ایراني چارواکیو سره د سیمې په وروستیو پرمختګونو خبرې کړي دي. هیت د ایران د چارواکیو سره په نوموړي هیواد کې د افغان کډوالو په مسلې هم خبرې کړي دي . طالبانو پدې لیدنه کې د اسلامي نړۍ په وروستیو پرمختګونو هم خبرې کړي دي.
یادې شوې ورځپاڼې د نوموړي سفر د جزیاتو په اړه څه ندي ویلي .
د بله پلوه افغان حکومت تر اوسه پورې ایران ته د طالبانو د هیت د سفر په اړه څه ندي ویلي .
همداشان د ایران د تسنیم خبري اژانس ویلي دي چې د طالبانو هیت ددېنه وړاندې هم دوه ځله د بیدارۍ په نړۍوال کنفرانس کې د ګډون په موخه ایران ته راغلي وو.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.